ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-جلال اباد لاره بيا وتړل شوه

د کابل-جلال اباد لاره بيا وتړل شوه

author avatar
23 Mar 2013 - 19:16
د کابل-جلال اباد لاره بيا وتړل شوه
author avatar
23 Mar 2013 - 19:16

جلال اباد (پژواک ٣ ورى ٩٢):  د کابل-جلال اباد لويه لار د لغمان اړوند د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره ښويېدو له امله يو ځل بيا بنده شوې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده لويه نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د سختو بارانونو له امله تړل شوې ده.

ده زياته کړه، دوى هڅې پيل کړي، چې لاره خلاصه کړي، خو ښايي دوه ورځې ونيسي.

ياده دې وي، چې دغه لاره اته ورځې وړاندې (د کب په ٢٥مه) هم بنده شوې وه، خو د لغمان او ننګرهار د فوايدعامې او د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پرله پسې هلو ځلو وروسته د کب په ٢٧مه، بېرته خلاصه شوه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.