هرات ښار ( پژواک ٤ ورى ٩٢ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې لاريون پر تاوتريخوالي اوښتى ، په ډزو کې څلور تنه ټپيان شوي او لاريون کوونکو د هرات – کندهار لويه لاره تړلې ده.
د هرات د شينډنډ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو وروسته له هغه نن د( وري په ٤مه) سهار مهال پر لاريون لاس پورې کړ، چې يو ماشوم د خلکو په وينا، دافغان ځواکونو له خوا ووژل شو.
ځايي اوسېدونکي وايي ، چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د عزيز اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال طالبان د لاريون کوونکو په منځ کې ورګډ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغو ورانکارو د لاريون کوونکو له منځ څخه په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې ډزې کړي، چې په ځوابي ډزو کې دوى ته د څلورو لاريون کوونکو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى.
ولسوال په سيمه کې د وسله والو له لوري د يوه ماشوم وژل کېدل تاييدوي، خو زياتوي چې عاملين يې تر اوسه نه دي معلوم شوي.
ويل کېږي ، چې دغه ماشوم د هرات – کندهار پر لاره د شينډنډ په عزيزاباد ښارګوټي کې د لاسي کراچۍ پر سر مېوه پلورله، چې د کورنيو ځواکونو د کاروان د تېرېدو پر مهال يوه سرتېري پرې ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
د لاريون يوه سمبالونکي حاجي ګل احمد پژواک ته وويل، چې دغه ماشوم د کورنيو ځواکونو له لوري وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې لاريون په تاوتريخوالي اوښتى، په سيمه کې حالات خراب دي او د لويې لارې دواړو غاړو ته په لسګونه موټر بند پاتې دي.
ګل احمد وويل ، چې د ملي اردو له پوستې څخه پر لاريون کوونکو ډزې شوي، چې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي دي .
د هغه په وينا، تر هغه به لاريون ختم نه کړي، څو پورې چې د ماشوم قاتلين نه وي نيول شوي.
د شينډنډ ولسوال له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د قاتلينو د نيولو هڅې کوي او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن