ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ په لاريون کې څلور تنه ټپيان شول

د شينډنډ په لاريون کې څلور تنه ټپيان شول

author avatar
24 Mar 2013 - 10:29
د شينډنډ په لاريون کې څلور تنه ټپيان شول
author avatar
24 Mar 2013 - 10:29

هرات ښار ( پژواک ٤ ورى ٩٢ ) : د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې لاريون پر تاوتريخوالي اوښتى ، په ډزو کې څلور تنه ټپيان شوي او لاريون کوونکو د هرات – کندهار لويه لاره تړلې ده.

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو وروسته له هغه  نن د( وري په ٤مه) سهار مهال پر لاريون لاس پورې کړ، چې يو ماشوم د خلکو په وينا، دافغان ځواکونو له خوا ووژل شو.

ځايي اوسېدونکي وايي ، چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د عزيز اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال طالبان د لاريون کوونکو په منځ کې ورګډ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغو ورانکارو د لاريون کوونکو له منځ څخه په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې ډزې کړي، چې په ځوابي ډزو کې دوى ته د څلورو لاريون کوونکو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى.

ولسوال په سيمه کې د وسله والو له لوري د يوه ماشوم وژل کېدل تاييدوي، خو زياتوي چې عاملين يې تر اوسه نه دي معلوم شوي.

ويل کېږي ، چې دغه ماشوم د هرات – کندهار پر لاره د شينډنډ په عزيزاباد ښارګوټي کې د  لاسي کراچۍ پر سر مېوه پلورله، چې د کورنيو ځواکونو د کاروان د تېرېدو پر مهال يوه سرتېري پرې ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.

د لاريون يوه سمبالونکي حاجي ګل احمد  پژواک ته وويل، چې دغه ماشوم د کورنيو ځواکونو له لوري وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې لاريون په تاوتريخوالي اوښتى، په سيمه کې حالات خراب دي او د لويې لارې دواړو غاړو ته  په لسګونه موټر بند پاتې دي.

ګل احمد وويل ، چې د ملي اردو له پوستې څخه پر لاريون کوونکو ډزې شوي، چې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي دي .

د هغه په وينا، تر هغه به لاريون ختم نه کړي، څو پورې چې د ماشوم قاتلين نه وي نيول شوي.

د شينډنډ ولسوال له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د قاتلينو د نيولو هڅې کوي او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي .

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.