ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله نيپال ته روانه شوه

د کرکټ ملي لوبډله نيپال ته روانه شوه

author avatar
24 Mar 2013 - 09:52
د کرکټ ملي لوبډله نيپال ته روانه شوه
author avatar
24 Mar 2013 - 09:52

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نيپال کې د اسيا د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار له کابل څخه د ياد هېواد په لور روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د مارچ په ٢٦ مه د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې پيلېږي او د اپرېل تر درېيمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمدنبي عيسی خېل نيپال ته تر روانېدو مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نيپال سياليو لپاره ورته پياوړې لوبډله ټاکل شوې او ټول لوبغاړي په صحت روغ او ښه تمرينات يې هم کړي دي.

هغه زياته کړه، چې سکاټلينډ ته تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې له ماتې ورکولو وروسته د لوبغاړو مورال لوړ شوی او دوی به هڅه وکړي چې د نيپال سياليو اتلولي هم خپله کړي.

محمدنبي وويل، چې دوى د نيپال په سياليو ګډون کوونکې لوبډلې اسانه نه نيسي او له هېوادوالو يې وغوښتل، چې ملي لوبډله په خپلو دعاګانو کې ياد وساتي.

د ملي لوبډلې روزونکى رييس احمدزی وايي، چې په ملي لوبډله کې يو شمېر نوو او ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې لوبډله يې متوازنه ده او تجربه لرونکي لوباړي په کې شتون لري او هيله يې څرګنده کړه، چې له نيپال څخه به اتلولي راوړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ لوی رييس شهزاده مسعود له روانېدو مخکې له لوبغاړو سره په يوه غونډه کې له هغوى وغوښتل، چې په ښه نظم او ضبط سره خپلې لوبې ترسره کړي او د هېواد ملي بيرغ د نيپال په ميدانونو کې هم ورپوي.

هغه زياته کړه، چې ملي لوبډلې پخوا هم درې ځلې د اسيا شل په اووريزو سياليو کې ګډون کړى او دا ځل هم په لوړ مورال سره په دغو سياليو کې ګډون کوي.

افغانستان به لومړۍ لوبه د وري په٦مه له عمان، دويمه لوبه به د وري په ٨ مه له بحرين، درېيمه لوبه به د وري په١٠ مه له اماراتو او څلورمه لوبه به د وري په ١١مه له کويټ سره ترسره کړي.

 د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.

دا سيالۍ په دوو ګرپونو کې وېشل شوې، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.

افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١مو کلونو کې د دغو سياليو اتلولۍ خپلې کړې او دغه ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د نيپال سياليو لپاره د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده:

محمد نبي (کپتان)، کريم صادق (مرستيال کپتان) شاپورځدراڼ ، نسيم بړېڅ، نجيب الله ځدراڼ، فضل نيازی، ګلبدين نايب، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، محمدنسيم، محمدسميع اغا، افتاب عالم  او حمزه هوتک.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.