ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه د تورو ښيښو لرونکي او بې پلېټه موټر، پاک او درول شوي

سلګونه د تورو ښيښو لرونکي او بې پلېټه موټر، پاک او درول شوي

author avatar
24 Mar 2013 - 17:39
سلګونه د تورو ښيښو لرونکي او بې پلېټه موټر، پاک او درول شوي
author avatar
24 Mar 2013 - 17:39

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د وزيرانو شورا د ټاکل شوي ضرب الاجل د پرېکړې له پاى ته رسېدو وروسته، چې د چارواکو د وسايطو د تورو ښيښو او غير قانوني وسله والو د ګرځېدو راګرځېدو په اړه يې کړې وه، دغه پرېکړه پرته له استثنا عملي کوي.

د کورنيو چارو وزارت په وينا، دغه کمپاين تېره ورځ پيل شو او په لومړۍ ورځ يې د تورو ښيښو لرونکي او بې پلېټه  په سلګونو وسايط په کابل ښار کې پاک کړي او درولي دي.

وزيرانو شورا د تېرې اونۍ په ناسته کې په کابل ښار او نورو ولايتونو کې د غير قانوني وسله والو د ګرځېدو، د دولتي چارواکو د تعقيبي موټرو د شمېر، په تورو ښېښو لرونکو او غير معياري پلېټ لرونکو موټروکې د ځينو چارواکو د ګرځېدو په اړه پرېکړه صادره کړه.

د وزيرانو شورا د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست وګومارل، چې د غير قانوني وسله والو د ګرځېدو مخنيوى، د ورسره شته وسلې ثبت او راجستر او له غيرقانوني وسله والو د وسلې په راټولولو کې دې جدي، پرېکنده او بېړنى اقدام وکړي او ټول غير معياري پلېټونه دې له ټولو شخصي او دولتي وسايطو راغونډ کړي.

د دې پرېکړې پر بنسټ، دغه دوه ادارې مکلفې شوې، چې په هېڅ نوم دې د غير معياري نمبر پلېټ لرونکو او تورو ښېښو لرونکو وسايطو  ته د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

په همدې موخه د کورنيو چارو وزارت له تېرې ورځې راهيسې په کابل ښار کې پراخ کمپاين پيل کړى دى.

د دغه وزارت وياند غلام صديق صديقي وايي، چې ياد کمپاين يې په جديت سره پيل کړى او د وزارت تصميم دا دى، چې دغه کمپاين به له کومې استثنا پرته د مرکز او ولايتونو په کچه هم عملي کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمپاين په مرکز کې د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ له خوا د کابل له ١١١فرقې، ترافيکو رياست، د عامه امن او نظم له عمومي قوماندانۍ، د پوليسو د ځانګړو قطعاتو له عمومي رياست، له تروريزم سره د مبارزې له عمومي رياست، د ولايتونو د امنيه قوماندانيو او د ملي اردو له قول اردو ګانو او ملي امنيت له رياستونو سره په همغږۍ په لاره اچول شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند له دولتي چارواکو وغوښتل، څو د امنيت د خونديتوب او ښه نظم د تامين په موخه  د وزيرانو شورا د وروستۍ مصوبې په عملي کولو کې له پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کابل امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين پژواک ته وويل، چې په لومړۍ ورځ يې په کابل ښار کې د وزيرانو او وکيلانو په ګډون د لوړپوړو دولتي چارواکو د سلګونو موټرو له ښيښو تور فلمونه پاک کړي او بې پلېټه وسايط يې درولي دي.

هغه زياته کړه، چې نن د دغه کمپاين په دويمه ورځ  په کابل ښار کې د تورو ښيښو لرونکي ډېر کم موټر تر سترګو کېږي.

امين وويل، چې د کابل پوليس په خپل دغه عمل کې جدي دي او د وزيرانو شورا د پرېکړې په عملي کولو کې به له هېچا سره مراعات ونه کړي او دغه کمپاين به د تورو ښيښو لرونکي تر وروستي موټر پورې دوام ولري.

د وزيرانو شورا په پرېکړه کې راغلي، چې وزيران کولاى شي، د ګرځېدو پر مهال د ده د لېږدوونکې واسطې ترڅنګ يواځې يو بل تعقيبي موټر له ځان سره ولري، خو د درنې وسلې لېږد او تورې ښيښې او غيرمعياري نمبر پلېټ نه شي کارولى.

په دغه حکم کې د وزارتونو د مرستيالانو او دولتي ادارو د رييسانو په اړه ويل شوي، چې دوى يواځې يو موټر کارولى شي او نه شي کولاى، تعقيبي وسايط، درنه وسله، د تورو ښيښو او غير معياري پلېټ لرونکي موټر له ځان سره وګرځوي.

په دې پرېکړه کې ويل شوي، چې د دولتي چارواکو د تېرېدو پر مهال په مرکز او ولايتونو کې د واټونو بندول جواز نه لري او اړوند چارواکي دې له څه لامل پرته د واټونو له بندولو ډډه وکړي.

وکيلان او سناتوران دې له ترتيب شوي طرزالعمل سره سم ساتونکي او نقليه وسايط کاروي، د درنې وسلې لېږدولو، د تورو ښيښو او غير معياري نمبر پلېټ لرونکو وسايطو د کارونې حق نه لري.

کابل ښاريان هر وخت د دولتي لوړپوړو چارواکو د تورو ښيښو لرونکو موټرو د تېرېدو پر مهال د لارو له بندېدو شکايت کوي او غوښتنه يې دا ده، چې د دې ستونزې مخه دې ونيول شي.

د ويلو ده، چې د وسايطو د تورو فلمونو د پاکولو عملياتي کمپاين تېر کال د سلواغې مياشتې په لومړيو کې د وزيرانو شورا د مصوبې او د ولسمشر د حکم له مخې پيل شو او د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د سرغړوونکو دوه زره موټر يې تر قانوني چلند لاندې نيولي، خو خلکو ويل، چې دغه کمپاين چندان بريالى نه و.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.