ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو د ننګرهار خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

سېلابونو د ننګرهار خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

author avatar
24 Mar 2013 - 14:39
سېلابونو د ننګرهار خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي
author avatar
24 Mar 2013 - 14:39

جلال اباد (پژواک ٤ ورى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې ورښتونو درېيو تنوته مرګ ژوبله اړولې او ١٦٧ کورونه يې ويجاړ او زيانمن کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون غرمې راهيسې په ننګرهار کې دوامداره ورښتونو په اتو ولسواليو کې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې په بهسودو،کوټ، اچين، نازيان، سره رود، چپرهار، دوربابا او پچيراګام ولسواليو کې ورښتونو ١٦٧ کورونه زيانمن او ځينې يې ويجاړ کړي دي.

عبدالزي دغه راز وويل، چې په سره رود ولسوالۍ کې د سېلاب له امله يو تن مړ او يو ټپي شوى دى.

د نوموړي په وينا، چې په ځينو ولسواليو کې ٦٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه هم سېلابونو ويجاړه کړې ده.

د والي وياند زياتوي، چې له سېلاب ځپلو کورنيو سره به ډېر ژر لومړنۍ مرستې وشي او والي ګل اغا شېرزي ټولو هغو ادارو ته، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوي، سپارښتنه کړې، څو له زيانمنو سره مرسته وکړي.

عبدالزى وايي، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا سروې پيل شوې او ډېر ژر به له خلکو سره مرستې ترسره شي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وايي، له يادو پېښو درې تنه وروړل شوي، چې دوه مړه او يو ټپي دى.

د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي يارمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د تره د زامنو څلور کورونه يې سېلاب وړي او زياتوي چې يوه ماشومه هم تر دېواله لاندې شوې ده.

د هغه په وينا، نهه څاروي هم په ياده پېښه کې له منځه تللي دي.

د سره رود اوسېدونکى ميرويس وايي، دوه تنه، چې يو يې وژل شوى او بل ټپي دى، تېر مازيګر د سرخاو خوړ ته څېرمه خپلو پټيو ته تللي وو، چې  سيلاب وړي وو او وروسته د خلکو په ملتيا له را ووېستل شول.

د يادونې ده، چې په کونړ ولايت کې هم سېلابونو درې تنه، چې مور او دوه يې ماشومان وو، وړي او مړه کړي يې دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.