ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د برېښنايي تذکرو وېشنې ته نوم ليکنه پيلېږي

نن د برېښنايي تذکرو وېشنې ته نوم ليکنه پيلېږي

author avatar
24 Mar 2013 - 15:00
نن د برېښنايي تذکرو وېشنې ته نوم ليکنه پيلېږي
author avatar
24 Mar 2013 - 15:00

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه نن په کابل کې په رسمي ډول پيلېږي.

د کورنيو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو د وېش مسوول معصوم فرهاد پژواک خبري اژنس ته وويل، ټاکل شوې نن ورځ د کابل ښار د يوولسمې او پنځلسمې ناحيې له وکيلانو او مشرانو سره ناسته ولري او د نوم ليکنې پروسې په اړه به معلومات ورکړي.

هغه زياته کړه، چې له دې ناستې وروسته د نوم ليکنې پروسه په رسمي ډول پيلېږي.

فرهاد زياته کړه، تر اوسه په لومړۍ، درېيمه، شپږمه، لسمه او يوولسمه  ناحيو کې د نوم ليکنې پنځه مرکزونه جوړ شوي، چې هر مرکز د نوم ليکنې لس ټيمونه لري، هر ټيم به د ورځې ٢٥٠ کسانو ته تذکرې ورکوي او ټاکل شوې، چې په کابل ښار کې نور ١٠٠ ټيمونه هم جوړ شي.

د هغه په خبره، لومړى به د نوم ليکنې فورمې کور په کور ووېشل شي او هر هغه داوطلب، چې د تذکرې غوښتنه ولري، بايد ١٢ پړاوونه ووهي او دغه پړاوونه به درې ورځې وخت نيسي.

د کوورنيو چارو وزارت د تذکرو وېشنې مسوول وويل: “په لومړي سر کې دوه فورمې، چې يوه انفرادي او بله هم د کورنۍ ده، چې د داوطلب خوا ډکېږي او د هماغې ساحې د مشرانو له خوا يې هويت تثبيتېږي. وروسته ورته وخت ټاکل کېږي، هغوى به پر ټاکلي وخت د نوم ليکنې مرکز ته ځي، هلته د ده ټول معلومات په سيتسم کې راجستر او په همدې ورځ تذکره چاپېږي.”

هغه زياته کړه، چې دغه پروسه له کابل وروسته په نورو ولايتونو کې هم پيلېږي، خو وخت يې مشخص نه کړ.

د برېښنايي تذکرو پروژه د کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو ګډه پروژه ده، چې لګښت يې د ماليې وزرات له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.

د الکترونکي تذکرو پروژې تړون دوه کاله وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د يوې کورنۍ مخابراتي کمپنۍ (جي ټي ار) ترمنځ لاسليک شو، چې لومړنى لګښت يې ١٢٠ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به دولت وتوانېږي د عامه امنيت په برخه کې اغېزمنې ستراتيژۍ ترلاس لاندې ونيسي او د هېواد د ټولو وګړو په اړه ټول کره معلومات له ځان سره ولري، د دې ترڅنګ به له هر ډول احتمالي ناوړې ګټې اخيستنې څخه مخنيوى وکړي او د نفوسو کره احصايه به هم ترلاسه کړي.

په الکترونيکي تذکره کې د موټر چلوونې لايسنس، د وسايطو ثبت، ديجتلي لاسليک او د رايې ورکونې سيستم د حافظې په بڼه درجېږي.

د مخابراتو وزارت په وينا، الکترونيکي تذکره په داسې ډول ډيزاين شوې، چې په اسانۍ د جعل وړ نه ده او هغه معلومات چې د شخص په اړه په کې راجستر شوي، بدلون نه مومي؛ ځکه چې د هر کس د ګوتې نښان او د سترګو تصوير په مرکزي ډيټابېس کې ثبتېږي.

د کابينې د پرېکړې له مخې، د تذکرې په لومړي مخ راغلي معلومات پر دوو ملي ژبو (پښتو او دري) او په دويم مخ يې همدغه معلومات په انګليسي ژبه ډيزاين شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.