کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): که څه هم امريکا د بګرام زندان چارې نن افغان لوري ته سپاري، خو راپورونه وايي، چې په هلمندکې له برېتانويانو سره هم لسګونه افغانان د بند شپې ورځې تېروي.
برېتانوۍ ورځپاڼې (دي ګارډين) د وري په ٥مه خبر ورکړى، لسګونه هغه افغانان، چې د برېتانوي ځواکونو له خوا په هلمند کې بنديان دي، تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
د يادونې ده، چې په بګرام کې د سلګونو بنديانو افغان لوري ته د لېږدولو پر موضوع د افغانستان او امريکا ترمنځ يو شمېر ناندرۍ راپورته شوې وې.
تېر کال د دواړو حکومتونو ترمنځ د دغه زندان او زندانيانو د سپارلو په اړه يو هوکړه ليک لاسليک شوى و، خو امريکا له دې وېرې، چې افغان حکومت به د خطرناکو بنديانو په ګډون ټول بنديان خوشې کړي، دغه کار ځنډولى و.
وړمه ورځ امريکا او افغانستان يو ځل بيا په دې اړه هوکړې ته ورسېدل او اوس په بګرام کې د دغه زندان د چارو سپارلو مراسم پيل شوي دي.
تر دې مخکې برېتانويانو ويلي و، چې د افغانانو له خوا له زندانيانو سره د ناوړه چلند له امله دوى زندانيان نه سپاري، خو دا چې اوس امريکا د بګرام زندان د سپارلو پرېکړه وکړه، نو دغه کار برېتانيا هم تر فشار لاندې راوستې، څو بنديان افغان لوري ته وسپاري.
د ګارډين په راپور کې راغلي، چې د بګرام تر سپارلو وروسته برېتانيا يواځينى بهرنى هېواد دى، چې په خپلو زندانونو کې يې افغان بنديان ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي څو ځله د افغانستان په خاوره کې د بهرنيانو د زندانونو شتون د افغانستان له ملي حاکميت سره په تضاد کې بللي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هلمند کې مېشت د برېتانوي ځواکونو قوماندانان نه غواړي هغه بنديان خوشې کړي، چې دوى ورڅخه د خطر وېره لري.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، په افغانستان کې چې د هر هېواد له خوا افغان بنديان ساتل کېـږي، غيرقانوني کار دى.
هغه زياته کړه، چې بهرني ځواکونه په غير قانوني توګه افغانستان ته راغلي او د بنديانو ساتلو لپاره هېڅ قانوني جواز نه لري.
د حقيار په وينا، ډېرى دغه ډول بنديان ، چې بهرنيانو له ځان سره ساتلي، بې ګناه دي او تر اوسه هېڅ جرم پرې نه دى ثابت شوى.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن