ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه يو ځل بيا د افغانانو پرمخ وتړل شوه

تورخم دروازه يو ځل بيا د افغانانو پرمخ وتړل شوه

author avatar
25 Mar 2013 - 08:30
تورخم دروازه يو ځل بيا د افغانانو پرمخ وتړل شوه
author avatar
25 Mar 2013 - 08:30

جلال اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): پاکستاني پوله ساتو ځواکونو يو ځل بيا د قانوني  اسنادو نه لرونکو پر مخ تورخم دروازه وتړله.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري له نن سهاره دغه دروازه تړل شوې ده.

هغه زياته کړه، پاکستاني سرحدي ځواکونه يواځې هغه خلک پرېږدي چې پاسپورټونه، وېزې او يا هم نور قانوني اسناد ولري.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له خوا پاکستان ته تلونکي خلک پرته له اسنادو نه پرېښودل کېږي، خو له هغه لوري کولاى شي په ازاده توګه افغانستان ته راشي.

دى دا هم وايي، په هڅه کې دي، څو دغه دروازه بېرته پرانيزي.

په تورخم کې د خاکسار په نوم يوه هټۍ وال پژواک اژانس ته وويل، چې له سهاره راهيسې باران هم ورېږي او يو شمېر خلک چې قانوني اسناد نه لري، له پولې دېخوا ولاړ دي.

 دى وايي، چې دولت بايد د دې مسئلې يو دايمي حل راوباسي، ترڅو هره ورځ افغانان له دې ستونزې راووځي.

له پولې ها خوا د پاکستاني ځواکونو يوه چارواکي عدنان احمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له مرکزه امر شوى او څو چې مرکز دوى ته د دروازې د خلاصېدو امر نه وي کړى، تړلې به وي.

دى وايي: ((په لوړه کچه بايد خبرې وشي او دغه مسئله زموږ په مرکز پورې اړوند ده.))

د يادونې ده، پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي، خو بايد وويل شي چې له دغو زرګونو کسانو ښايي لسګونه يې قانوني اسناد ولري.

له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستاني سرحدي ځواکونه په وقفه يي ډول دغه دروازه کله تړي او که يې پرانيزي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.