لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩١): د هلمند د کجکي ولسوال وايي، چې د کار د نه شتون او غربت له امله خلکو د دولت پر وړاندې په وسله وال مخالفت لاس پورې کړى ، خو وايي که چېرې د کار زمينه ورته برابره شي د دولت ملاتړ به يې وکړي.
د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق مظلوميار دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د تېرو لسو کلونو پر مهال په دې ولسوالۍ کې د پام وړ يوه پروژه هم نه ده پلې شوې.
مظلوميار وويل، چې له تېرو اوو کلونو راهيسې په کجکي ولسوالۍ کې يواځې د برېښنا د بند سيمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له لوري کلا بنده وه، خو له تېر يو کال راهيسې د دغو ځواکونو د پرله پسې عملياتو په پايله کې يواځې د ولسوالۍ سوېلي سيمه او کښته کجکي د دولت تر واك لاندې راغلې ده.
نوموړى وايي، چې د امنيت د ښه ټينګښت په موخه يې د قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په مرسته سيمه ييز پوليس فعال کړي او تر پخوا د دې ولسوالۍ امنيت ښه شوى دى.
د کجکي ولسوال وويل، چې دوى ته د سلو سيمه ييز پوليسو تشکيل ورکړل شوى او تر دې مهاله يې ٥٠ تنه په وسلو سمبال شوي، خو د امکاناتو له پلوه ډېرې نيمګړتياوې لري.
هغه زياتوي، چې کجکي د هلمند په شمال کې تر ټولو مهمه ولسوالي ده، زياتې پاملرنې ته اړتيا لري؛ ځکه چې دا مهال د کجکې لس سلنه برخه د دولت تر واک لاندې ده او پر ٩٠ سلنه يې د وسله والو مخالفينو او د نشه يي توکو د قاچاقچيانو واک دى.
د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ساحو کې د نشه يي توکو د ساتنې، توليد او قاچاق اډې جوړې شوې دي.
مظلوميار زياته کړه، چې په زمينداور سيمه کې نه يواځې د دې سيمي اوسېدونکي له دولت سره په مخالفت کې ولاړ دي، بلکې دا مهال شاوخوا ٣٥٠ پنجابي، وزيرستاني او د ګاونډيو ولايتونو ځوانان ، چې په بهرنيو هېوادونو کې په دولت ضد فکر روزل شوي، فعاليت کوي.
نوموړي وويل، چې په همدې شمېر د زمينداور په ګندم ريز سيمه كې د نشه يي توكو قاچاقبرو يو لوى بازار او د نشه يي توكو د پروسس فابريكې جوړې كړې دي.
د ولسوال په وينا، د كجكي پر پنځوس سلنه ځمكه کې كوكنارو کرل کېږي، چې دولت يې د له منځه وړلو امكانات نه لري او نه يې هم د ولس د راضي كولو لپاره كومه ښكاره تګلاره جوړه کړې ده.
ملاعبدالرازق مظلوميار زياتوي، چې كجكي د دغه ولايت له څو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو سره ګډه پوله لري او دغه راز د برېښنا د بند له امله هم ډېره مهمه ده.
د هغه په وينا، كه چېرې امنيت په دې ولسوالۍ کې ټينګ شي، نو د ټول هلمند پر امنيت به اغېز وكړي او كه خلكو ته يې كار پيدا شي، نو د همدغه ولايت د خلكو اقتصاد به ورسره ښه شي.
نوموړي له مركزي دولت څخه غوښتنه وكړه، چې د زمينداور ټولو سيمو ته يې د سيمه ييزو پوليسو تشكيل وركړى، ترڅو سيمه له نا امنيو خلاصه شي.
مظلوميار وويل، دا چې په دې سيمه كې له ډېره وخت جګړه روانه ده؛ ځکه په کې د بيارغونې کار نه دى شوى، د خلكو اقتصاد كمزورى دى او داسې خلك هم شته چې د يوې شپې ډوډۍ هم نه لري.
د ولسوال په وينا، د کار د نشتوالي او غربت له امله د دې ولسوالۍ ډېرى خلکو د دولت پر وړاندې په مخالفت لاس پورې کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې كه دولت ټولو ستونزو ته د حل لاره ولټوي، په سيمه كې د بيارغونې پروژې پلې كړي، د ښونځيو او روغتيايي مركزونو د خلاصون او جوړښت هڅې پيل كړي، نو ځايي اوسېدونكي هم نور له جنګونو او د دولت له وسله والو مخالفتونو لاس اخلي؛ ځکه چې هغوى نور له وسله والو مخالفينو په تنګ شوي دي.
كجكې د هلمند په شمال ختيځ كې په شاوخوا ۱۳۰ كيلومترۍ كې پرته ولسوالۍ ده، ٤٠ كاله وړاندې د برېښنا د توليد فابريكه او د اوبو بند په كې جوړ شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن