ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ډله ييز بريد کې اته بريدګر او پنځه پوليس وژل شوي

د جلال اباد ډله ييز بريد کې اته بريدګر او پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
26 Mar 2013 - 05:04
د جلال اباد ډله ييز بريد کې اته بريدګر او پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
26 Mar 2013 - 05:04

جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو د چټک غبرګون قطعې پر قوماندانۍ ډله ييز بريد کې اته ځانمرګي او پنځه پوليس وژل شوي او يو شمېر ملکي وګړي ټپي شوي دي.

دغه بريد نن (د وري ۶مه) سهار شاوخوا څلور نيمې بجې وشو.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چټک غبرګون قطعې د قوماندانۍ مخې ته لومړى چاودنه او بيا وسله واله نښته پيل شوه.

هغه زياته کړه، د بريد کوونکو شمېر زيات و، ځينو يې په خپله ځانونه ووژل او پاتې نور د پوليسو له خوا وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال محمدشريف امين تر پېښې وروسته په خبري کنفرانس کې وويل، چې د بريد کوونکو شمېر اته تنه و.

د نوموړي په وينا، لومړى د يو سرف موټر په وسيله د قوماندانۍ مخې ته ځانمرګى بريد وشو او بيا وروسته وسله واله نښته پيل شوه.

شريف امين وويل، څو شېبې وروسته د يو بل موټر په وسيله ځانمرګي بريد وشو او پنځه نور بريدکوونکي له پوليسو سره په نښته کې ښکېل شول.

امنيه قوماندان وايي، چې ياد پنځه بريد کوونکي هم له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او د پوليسو د سرښندنې له امله د يوې لويې پېښې مخه ونيول شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د بريد په پايله کې اته بريدګر او پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور پوليس ټپيان دي.

د جلال اباد د ملکي روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ١٣ ټپيان، چې شپږ پوليس او اووه ملکي وګړي دي، وروړل شوي.

سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د چټک غبرګون قوماندانۍ مخې ته د ننګرهار امنيه قوماندانۍ هم موقعيت لري.

د امنيې قوماندانۍ يوه پوليس، چې د بريد پر مهال يې د خپلې ودانۍ څوکېداري کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ناڅاپه يوه موټر راغلى او د چټک غبرګون د قوماندانۍ مخې ته يې چاودنه ورکړه.

هغه زياته کړه: ((د قوماندانۍ څنګ ته د يوه څلور پوړيز مارکېټ مخې ته دوه تنه ولاړ وو او ما ته يې وويل، چې د مارکېټ دروازه راخلاصه کړه، چې په دې چاودنه کې ټپي شوي يو، خو زه چې ورته ځير شوم، له هغوى سره تر څادرونو لاندې وسلې وې، ما پرې ډزې وکړې او دواړه مې ووژل.))

دغه پوليس وايي، چې دوى هم بريد کوونکي وو او غوښتل يې چې د مارکېټ له څلورم پوړ څخه پر امنيه او د چټک غبرګون پر قوماندانيو بريدونه وکړي.

د پوليسو د چټګ غبرګون قطعې د قوماندانۍ ودانۍ شاوخوا ګڼ شمېر د استوګنې کورونه او دفترونه هم شته.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي حکمت الله وويل، سهار شاوخوا څلورنيمې بجې يوه لويه چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې هم پيل شوې.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وويل، چې په بريد کې پنځه طالب بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.