کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): د اقتصاد د وزير په مشرۍ د کلسترونو د همغږۍ عالي کمېټې له ماليې وزارت څخه وغوښتل، چې د ملي برنامو د تمويل پروسه په خپلو لومړيتوبونو کې ونيسي.
د اقتصاد وزارت وياند نجيب الله امين د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کلسترونو د همغږۍ عالي کمېټې غونډه پرون ناوخته د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار او د کلستر مسوول هدايت امين ارسلا، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، د کليو د پراختيا وزير ويس احمد برمک، د کرنې وزير محمداصف رحيمي، د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د ولسي جرګې لومړى منشي انجنير سيد اکرام او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار لال بتيجا برخه اخيستې وه.
د نجيب امين په وينا، په دې غونډه کې د ولسمشر د ۴۵ مې ګڼې فرمان پر اساس ، چې د اقتصاد وزارت دې د پروژو د پلې کولو پر مېکانيزم او لومړيتوبونو کار وکړي، بحث او خبرې وشوې.
نوموړى وايي، چې د دې غونډې ګډونوالو د اقتصاد له وزارت څخه، چې د پروژو د پلې کولو مېکانيزم او مسوده يې جوړه کړې، مننه وکړه.
د هغه په وينا، د غونډې ګډنوالو په ټينګار سره غوښتنه وکړه، چې د کلسترونو د همغږۍ لپاره بايد يوه دايمي دارالانشاء رامنځته شي.
د اقتصاد وزارت وياند وايي، چې په دې غونډ کې د ملي برنامو د تمويل د مېکانيزم په برخه کې هر اړخيزې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د ماليې وزارت دې د ملي برنامو د تمويل پروسه په لومړيتوب کې ونيسي، ترڅو له دې لارې ملي پروژې په ملي بوديجه کې شاملې شي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن