ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرو زرو بيه ټيټه خو د تېلو لوړه شوې

د سرو زرو بيه ټيټه خو د تېلو لوړه شوې

author avatar
28 Mar 2013 - 15:42
د سرو زرو بيه ټيټه خو د تېلو لوړه شوې
author avatar
28 Mar 2013 - 15:42

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٢): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سروزرو بيه په منځني ډول شپږ سلنه ښکته شوې او د تېلو بيه شاوخوا درې سلنه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٤٠٠ څخه ٢٢٥٠ او د يوه ګرام ايراني سروزرو بيه له ٢٠٠٠ څخه ١٩٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.  

هغه وويل، چې د سرو زرو د بيو ټيټوالى په نړيوالو بازارونو پورې اړه لري.

خو د تېرې اونۍ په پرتله د تېلو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د دشت برچي بازار يوه تېل پلورونکي محمد هادي وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٥٦ څخه ٥٨ افغانيو او د پټرول تېلو بيه له ٥٦ څخه ٥٧ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د تايمني د درېيم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې  نن د تېرې اونۍ په څېر د يو کيلو ګرام اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو بيې د تېرو اوو ورځو په پرتله له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې اونۍ په څېر  د ٥٠ کيلوي بورۍ پاکستانۍ بورې عمده بيه ١٦٥٠ افغانۍ، لومړۍ درجه ٢٤ کيلوګرامه سېله وريجې په ١٦٥٠ افغانۍ او ٤٩ کيلو ګرامه پاکستاني اوړه په ١١٥٠ افغانۍ دي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرې اونۍ په څېر پنځه لېتره پيپ مومن غوړي په ٤٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.

خو هغه زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه له ٢٠٠ افغانۍ څخه ٢١٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د فضل الرحمن په وينا، په نړيوالو بازارونو کې د بيو په لوړېدو سره د تور چاى بيې يو څه لوړې شوې دي.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده هغه سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د کارتې سه سيمې د خوراکي توکو يوه پلورونکي خان علي وويل، نن پنځوس کيلويي پاکستانۍ بوره په٢٠٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلويي پاکستانۍ سېله وريجې ١٩٥٠ افغانۍ، پنځه کيلويي پيپ مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢١٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه وويل، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٣،٧٥ افغانۍ او د زر کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٣٦ افغانۍ دى.

تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٣،٥٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٣٦ افغانۍ و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.