هرات ښار (پژواک ٨ ورى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ وياند ډګروال نستوه ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د شينډنډ د زيرکو د سيمې په دوو کليو ابکل او مندل کې د طالبانو پر پټنځايونو پوځي عمليات کړي دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور ټپيان شول؛ دغه راز د هغوى مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې، چې د ملي اردو يو سرتېرى هم په کې ټپي شوى ، ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د شينډنډ يوه اوسېدونکي سيدکريم پژواک ته وويل، چې په ابکل کې د طالبانو پر مرکزونو عمليات شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
هېره دې نه وي، چې په زېرکوه سيمه کې تېره مياشت هم دولت عمليات کړي و، چې د څلورو طالبانو پر وژلو سربېره د ملا عبدالغني په نوم د يوه طالب قوماندان د نيولو ادعا هم په کې شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن