ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب والي پخواني چارواکي د ځمکو پر غير قانوني وېش تورن کړل

د فارياب والي پخواني چارواکي د ځمکو پر غير قانوني وېش تورن کړل

author avatar
28 Mar 2013 - 15:16
د فارياب والي پخواني چارواکي د ځمکو پر غير قانوني وېش تورن کړل
author avatar
28 Mar 2013 - 15:16

ميمنه (پژواک ٨ ورى ٩٢): د فارياب والي وايي، چې پخوانيو ځايي چارواکو دولتي ځمکه پر ځينو اشخاصو اوغير مستحقو کسانو وېشلې او ډېره کمه ځمکه د دولتي ودانيو جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

د فارياب والي محمدالله بتاش دغه ټکى په ميمنې ښار کې د عدليې رياست ودانۍ د پرانيستې پر مهال څرګند کړ.

دغه پنځه پوړيزه ودانۍ د عدليې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د ٤٤ ميليونه افغانيو په لګښت  په يوه کال کې جوړه شوې ده.

والي د دې ودانۍ جوړېدل د اداري سيستم د ښه والي، خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او مراجعينو ته د اسانتياوو په برخه کې مهم وبلل، خو ويې ويل، چې په فارياب کې دولتي ادارې ودانۍ نه لري او په تېر کې ورته پاملرنه، نه ده شوې.

هغه زياته کړه: “دولتي ځمکې نا مستحقو اشخاصو او افرادو ته وېشل شوې دي او دولتي ودانيو ته هېڅ پاملرنه، نه ده شوې ، په دې برخه کې ښاروالۍ او تېرو ځايي ولايتي چارواکو لټي کړې ده.”

د فارياب د عدليې رييس حبيب الله عمري هم وويل، چې اوسمهال په کرايي کور کې فعاليت لري او له يو ځاى څخه بل ځاى ته د کډه کېدو پر مهال يې مراجعين په پته پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ وي.

د هغه په خبره، د دغه رياست تجهيزات او وسايل د کوچ پر مهال سوليدلي دي.

د فارياب والي دبېلګې په توګه وويل، د دولت اباد ښاروالۍ  خلکو او اشخاصو ته په سلګونه جريبو ځمکه وېشلې ده، خو د خپل ځان لپاره يې يو متر ځمکه هم د ودانۍ جوړولو لپاره نه ده ځانګړې کړې.

بتاش زياته کړه، چې لارښونه يې کړې، څو ددولت اباد دښاروال قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

خو د دولت اباد ښاروال خداى رحم بېکزاد پژواک ته وويل، چې که ځمکې چا ته وېشل شوې وي او د ښاوالۍ ودانۍ ته ځمکه نه وي ورکړل شوې، امکان لري چې دغه کار د پخوانيو ښاروالانو له خوا شوى وي.

هغه زياته کړه، څو مياشتې کېږي، چې د ښاروال په توګه ټاکل شوى او د والي خبره په ځاى ده، چې د دولت اباد ښاروالي مناسب ځاى نه لري.

بېکزاد وويل، چې دوى په يوه کوچنۍ شخصي ودانۍ کې فعاليت کوي، خو د ودانۍ خاوند غوښتنه کوي ، چې له دغه ځايه ووځئ، دوى نه پوهېږي، چې څه وکړي؟

د فارياب د ترانسپورټ مدير سيد زين العابدين نجفي زاده هم وويل، چې د دغه رياست درې يا درې نيم جريب ځمکه پخوا د يوه ځايي قوماندان له خوا نيول شوې، خو لومړنۍ محکمې  يې د بېرته مستردېدو پرېکړه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې دوى په جدي ډول د دويمې او درېيمې محکمې د حکم غوښتونکي دي، څو وکولاى شي، ځمکه ترلاسه او هلته په کې د ترانسپورټ مديريت ودانۍ ورغوي.

سرچينې وويل ، چې اوسمهال د ترانسپورټ مديريت په يو نا مناسب ځاى کې فعاليت لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.