ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: علما دې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو فتوا ورکړي

لاريون کوونکي: علما دې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو فتوا ورکړي

author avatar
28 Mar 2013 - 17:25
لاريون کوونکي: علما دې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو فتوا ورکړي
author avatar
28 Mar 2013 - 17:25

کابل (پژواک ٨ ورى١٣٩٢): په کابل کې لسګونو تنو د ژبني، قومي او سمتي تبعيض پرضد د لاريون په ترڅ کې د اسلامي نړۍ له عالمانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره فتوا صادره کړي.

دغه لاريون د افغانستان د يوالي شورا له خوا د علاوالدين له څلور لاري پيل او د همزنګ تر څلورلارې په سوله ييز ډول تر سره شو.

دلاريون لسګونو ګډونوالو د اسلامي نړۍ له عالمانو د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د مرستې غوښتنه وکړه او   پر وسله والو مخالفينو يې غږ وکړ ، چې جګړه پرېږدي او د خپل هېواد په بيارغونه کې برخه واخلي.

 د لاريون ګډونوالو، چې د الله اکبر او ژوندى دې وي اسلام نارې وهلې، په هېواد کې ژبني، قومي او مذهبي تبعيض ناروا باله او په خپلو شعارونو کې يې پر هغو کسانو نيوکه کوله ، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا بولي.

 د افغانستان د يوالي شورا مشر سيد احمد شکيب منتظري دلاريون پر مهال خبريالانو ته وويل، چې ياد لاريون يې په هېواد کې دقومي، ژبني او سمتي تبعيض دله منځه وړلو لپاره ترتيب شوى وو.

هغه زياته کړه، چې په هېواد کې ځينې سياسي ګوندونه د ګاونډيو او پرديو په لمسون په خپل هېواد کې تبعيض ته لمن وهي او غواړي، چې دافغانانو يوالى له منځه يوسي.

منتظري له دولت څخه وغوښتل، چې د ملت جوړونې او له تبعيض سره د مبارزې په برخه کې  مخکې له مخکي يوه عملي  تګلاره جوړه کړي.

لاريون کونکو د لاريون په پاى کې يوپرېکړه ليک هم صادر کړ، چې  په هغه کې له ټولو افغانانو څخه غوښتل شوي و، تر څو يو بل ته لاس  ورکړي او د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو او  واحد ملت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

په دې پرېکړه ليک کې د نړۍ له ټولو سترو عالمانو، اسلامي کنفرانس او د هېواد له مجتهدو عالمانو څخه غوښتل شوي،  تر څو له افغان ملت سره د جګړې په ختمېدو کې مرسته وکړي.

په پرېکړه ليک له طالبانو څخه هم غوښتنه شوې، چې جګړه پاى ته ورسوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.