ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ځمکو غصب ډېر شوى

په ننګرهار کې د ځمکو غصب ډېر شوى

author avatar
28 Mar 2013 - 17:14
په ننګرهار کې د ځمکو غصب ډېر شوى
author avatar
28 Mar 2013 - 17:14

جلال اباد (پژواک ٨ ورى ٩٢): د ولسي جرګې او ولايتي شورا يو شمېر وکيلان وايي، چې په ننګرهار کې يوه قوي مافيايي ډله پر غصب او نورو غير قانوني کړنو بوخته ده.

د ننګرهار وکيلانو دغه څرګندونې د وري په ٨مه په جلال اباد ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه  ټاکنو ادارې (فيفا) له لوري د دغه ولايت د خلکو پر ستونزو د جوړ شوي ګردي مېز پرمهال وکړې.

د فيفا اجرائيوي مشر جانداد سپين غر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ګردى مېز يې په دې موخه په لاره اچولى، چې د ننګرهار پر ستونزو خبرې وشي او د وکيلانو له کړنو ولس او وکيلان د ولس له ستونزو خبر شي.

هغه زياته کړه، د دغه مېز د موضوع د حل په موخه به، چې د کانال د پروژې، په ننګرهار کې د برېښنا د ستونزې او د غصب د لړۍ د پراخېدو په اړه وه، وړانديزونه او مشورې هم وړاندې شي.

سپين غر وايي: ((په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو ټولو استازو ته مو بلنه ورکړې وه، خو له بده مرغه يواځې دوه يې راغلي دي.))

د فيفا د مشر په خبره، که چېرې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو ټول استازي يادې غونډې ته راغلى واى، نو يادو ستونزو ته به په ډېرې اسانۍ سره د حل لارې لټول شوې واى.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى امير خان يار وايي، په ننګرهار کې يوه لويه مافيا شته، چې د وزارتونو تر کچې خلک په کې ښکېل دي.

هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې د ځمکو د غصب مسئله اوس ډېره عامه شوې او هر چارواکى او زورواکى په ډېرې اسانۍ سره غصب کوي.

 يار وويل: ((اصلاً د قانون حاکميت نشته او که چېرې د قانون حاکميت واى ، نو هېڅکله دا ډول ستونزه نه راولاړېده.))

د هغه په وينا، د ننګرهار د کانال پروژه چې په هېواد کې ستر اقتصادي او زراعتي اهميت لري، هم له زوال سره مخ ده او ټولې ځمکې يې د چارواکو او زورواکو له لوري غصب شوې دي.

د ولسي جرګې دغه وکيل پر ټولو وکيلانو غږ وکړ، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي او که څوک پر غصب تورن شي، نو په قومي ملاتړ دې د هغه د غصب مخه ونيسي.

هغه وايي: ((هر څوک په يوې ولسوالۍ پورې تړلى، که چېرې زه يې په کامه کې پرې نه ږدم، عصمت شينوارى يې په شينوارو کې پرې نه ږدي، هيڅ ستونزه نه پيدا کېږي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل نصرت ارسلا پژواک اژانس ته وويل، چې اکثره وکيلان په خپل منځ کې له يو بل سره اوښتي دي.

د هغه په وينا، د ځمکو غصب، د يو او بل پښې وهل او داسې نورو کړنو په ننګرهار کې ډېر پرمختګ کړى.

ارسلا زياتوي: ((که چېرې زه د چا مخنيوى وکړم بيا همدا چارواکي ستونزې پيدا کوي.))

دى وايي، چې د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې ده د برېښنا د مسئلې په اړه هلې ځلې پيل کړې  ، خو له ځينو ننګونو سره مخ شو.

د ولسي جرګې يو بل غړي عصمت شينواري پژواک ته وويل، چې د برېښنا شبکې په جوړولو کې پخوا له لټۍ کار اخيستل شوى او فساد هم په کې شوى دى.

هغه زياته کړه: ((اکثره وکيلان د يو بل په ضد لګيا دي.))

نوموړى تر هر څه مخکې د ولسي جرګې او ولايتي شورا د وکيلانو همغږي ډېره مهمه بولي او زياتوي، که چېرې ياد وکيلان سره همغږي شي، نو ستونزې په ډېرې اسانۍ سره هوارولاى شي.

خو د مدني ټولنو فعال ډاکټر خوشحال تسل پژواک ته وويل، يادې غونډې ته هغه کسان چې په غصب او مافيا کې مستقماً لاس لري، نه دي راغلي.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې ډېرو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو يواځې څو تنه يې راغلي دي، څوک چې نه دي راغلي په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي پر ولس غږ وکړ، چې په ځان کې دې د بيدارۍ يو حس راژوندى کړي او د راتلونکي لپاره دې له غور او تدبير څخه کار واخلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.