ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړلو په موخه بورډ جوړېږي

د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړلو په موخه بورډ جوړېږي

author avatar
30 Mar 2013 - 13:58
د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړلو په موخه بورډ جوړېږي
author avatar
30 Mar 2013 - 13:58

کابل ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته حکم وکړ، چې د بګرام زندانيانو د دوسيو د څېړلو په موخه څېړنيز بورډ جوړ کړي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي ، چې د وري په ١٠مه، له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينې زياته کړې ، چې ولسمشر دغه سپارښتنه دده په مشرۍ په عدلي او قضايي غونډه کې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي ، په دغه غونډه چې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه، قاضي القضات، د عدليې وزير، د ملي امنيت سلاکار،د لويې څارنوالۍ سرپرست، پر اساسي قانون باندې د څارنې د خپلواک کمېسيون رييس او د بګرام زندان قوماندان برخه لرله.

په غونډه کې اړوندو اداروته دنده وسپارل شوه ، چې د بګرام زندان د زندانيانو د دوسيو د څېړلو د بورډ تشکيل او د دغه بورډ د رهبرۍ  د ټاکل کېدو د څرنګوالي په اړه دې کار وکړي او په راتلونکې غونډه کې دې د دغه بورډ تشکيل او جوړښت د جمهوري رياست عالي مقام ته پيشنهاد کړي، ترڅو د ولسمشر له خوا دغه بورډ د يوه حکم په ترڅ کې منظور او په کار پيل وکړي.

د يادونې ده، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ له يو لړ ناندريو وروسته تېره اونۍ د بګرام زندان چارې په رسمي توګه افغان حکومت ته وسپارل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.