ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ يوځل بيا ١٣ توغندي توغول شوي

author avatar
31 Mar 2013 - 18:50
author avatar
31 Mar 2013 - 18:50

اسعد اباد ښار (پژواک، ١١ ورى ۹۲): د کونړ د والي وياند وايي، چې له ډيورنډ کرښې اخوا د پاکستاني پوځ له لوري د دې ولايت پر دانګام ولسوالۍ ١٣ توغندي را توغول شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا توغندي نن(د وري ١١مه) د دانګام ولسوالۍ پر سره کمر ،زوړ برول اوکچلې سيمو لګېدلي دي.

واصفي وايي، چې ددغو توغنديو د لګېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځينو کرنيزو ځمکو ته يې زيان اړولى دى.

هغه زياته کړه: (( که د پاکستاني پوځ له خوا د توغنديو د وېشتولو لړۍ دوام وکړي، د تېر کال په څېر به خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.))

د کونړ د چارواکو په وينا، د تېر کال له پيله تر نيمايي پورې د کونړ په سرحدي ولسواليو کې په زرګونو توغندي توغول شوى وو، چې له امله يې شاوخوا اتيا تنوته مرګ ژوبله اوښتې وه او  سلګونه کورنۍ، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې.

دا په روان کال کې څلورم ځل توغندويي بريد دى، چې د ډيورنډ کرښې له هغې خوا د پاکستاني پوځ له لوري پر افغانستان تر سره کيږي.

په درېيو نورو ورته بريدونو کې، چې پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو ترسره شوي په ټوليزه توګه ٤٤ توغندي را توغول شوي وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.