ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د انډيپنډنټ ورځپاڼې راپور نه مني

حکومت د انډيپنډنټ ورځپاڼې راپور نه مني

کابل (پژواک١٢ورى٩٢): د افغانستان حکومت د انګلستان د انډيپنډنټ ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ګواکې  هره مياشت شاوخوا ٥زره سرتېري د افغانستان د امنيتي ځواک له ليکو وځي.

د ورځپاڼې په حواله، د انګلستان د دفاع وزارت خبردارى ورکړى، چې د افغان امنيتي ځواکونو له ليکو څخه د سرتېرو وتل د يوه ثابت ځواک په توګه د افغان امنيتي ځواکونو راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

خو د افغانستان امنيتي ارګانونه دغه راپور ناسم بولي او وايي، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوى دى.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي د وري په ١٢مه، د کورنيو چارو وزارت له مرستيال وياند نجيب الله دانش سره په کابل کې په ګډه خبري ناسته کې وويل: “که داسې وي چې له هرو لسو سرتېرو، درې تنه يې دنده پرېږدي، نو څنګه موږ  وکولى شول چې د سرتېرو شمېره پوره کړو؟”

هغه زياته کړه، اوسمهال د ملي اردو د سرتېرو ثابت شمېر١٩٠زره تنه دى او د پنځو زرو نورو شمېره  د رخصتيو، ناروغتيا، مرګ ژوبلې اوښتو او روزنې ترلاسه کولو له امله ثابته نه وي.

عظيمي وايي، د ملي اردو د غيرحاضرو سرتېرو شمېره تر هغه څه ډېره کمه ده چې په راپور کې راغلي دي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ملي اردو د ځواکونو د غيرحاضرۍ په اړه اندېښنه ونه لري.

ده زياته کړه: “سره له دې هم د ملي دفاع وزير يوه مشخص ګروپ ته دنده ورکړې، چې په دې اړه څېړنه وکړي. ټول اړوند او اغېزلرونکي لاملونه معلوم کړي. د مشرۍ، امتيازاتو، اعاشې او اباطې، رخصتۍ او د قوماندان او پرسونل ترمنځ د اړيکو مسايل به وڅېړل شي.”

د ملي دفاع د وزارت وياند وويل، د خپاره شوي راپور په اړه به له بريتانوي چارواکو سره خبرې وکړي، چې ولې يې  کره شمېرې په دې راپور کې نه دي خپرې شوې.

د عظيمي په وينا، د راپور په چمتو کولو کې د دې وزارت له هېڅ يوه چارواکي سره خبرې نه دي شوي.

 د ملي دفاع وزارت وياند وايي، يوه لور ته لوړپوړي بهرني چارواکي د افغان ځواکونو د وړتياوو د لوړېدو خبره کوي، خو بل لور ته ډېر ژر داسې راپور خپرېږي چې د هغوى له وينا سره سمون نه خوري.

 د ناټو سرمنشي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان تل ويلي، چې د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې شوي او د خپل هېواد د امنيت ساتلو جوګه دي.

عظيمي زياته کړه: “راپور داسې ګونګ برابر شوى، چې هر څوک يې  ولولي، داسې فکر کوي چې هر کال، د اردو نيمايي شمېر دندې پرېږدي او د دوو کلونو په لړ کې ټوله اردو ختمېږي. که حقيقت داسې وي، نو اوسنۍ اردو چې شته، له کومه شوې؟ دا چې په ټول افغانستان کې ٨٤ سلنه عمليات کوي، څوک دي؟ د افغانستان ٧٦ سلنه نفوس چا تر پوښښ لاندې راوستى؟ دا چې د بهرنيو ځواکونو ځاى ناستي شول، دا څوک دي؟”

دى وايي، د ملي دفاع وزارت د ترانسپورتي امکاناتو د نه شتوالي له امله د ملي اردو سرتېري نه شي کولى تر رخصت وروسته خپلو دندو ته ستانه شي، چې دا د يوې مودې لپاره د سرتېرو د غيرحاضرۍ لامل کېږي.

ده  همداراز د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړېدو ته اشاره وکړه او ويې ويل، د مسووليتونو د لېږد په لړ کې ٥٠زره بهرني سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي، چې د هغو تشه افغان ځواکونو ډکه کړې ده.

د عظيمي په خبره، که څه هم په راروان پسرلي کې به  د امنيت پر وړاندې ننګونې ډېرې شي، خو افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې له ننګونو سره مقابله وکړي او د ٢٠١٣ کال په لړ کې د ټول هېواد د امنيت مسووليت واخلي.

هغه وويل، تېر کال ٨٤ سلنه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي او په پام کې ده، چې سږکال د ټولو عملياتو مشري وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش هم د انډيپنډنټ راپور رد کړ.

دى  وايي، تېر کال يواځې ٣٤ تنه پوليسو په نامعلوم دليل خپلې دندې پرېښي او د پوليسو د غيرحاضرۍ په برخه کې خپور شوى راپور ورته د منلو نه دى.

د پوليسو وژل کېدل، ټپي کېدل، په رخصتي تلل او تر رخصتۍ وروسته په ټاکلې مودې بېرته دندې ته نه ستنېدل، د دانش په وينا، د پوليسو د غير حاضرۍ لاملونه دي.

 د هغه په وينا، په تېر يوه کال کې  ٥٠٠٠ پوليس د بېلابېلو لاملونو له امله  غيرحاضر وو.

د ده د معلوماتو له مخې، تېر کال ١٨٠٠ پوليس وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دا مهال د ملي پوليسو شمېره ١٧٥زرو تنو ته رسېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.