ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ١٦زره جريبه کوکنار له منځه وړل شوي

هلمند کې ١٦زره جريبه کوکنار له منځه وړل شوي

author avatar
1 Apr 2013 - 16:41
هلمند کې ١٦زره جريبه کوکنار له منځه وړل شوي
author avatar
1 Apr 2013 - 16:41

لښکرګاه (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د کوکنار اړولو د روان کمپاين په ترڅ کې تر دې مهاله ١٦زره جريبه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د وري په دولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د دوى هدف د دوه زره هکتاره کوکنارو د کروندو له منځه وړل وو، خو دوى تر ټاکل شوي هدف وړاندې تللي دي.

ده زياته کړه، په هلمند کې په رسمي توګه د تېر کال د کب په پنځه د کوکنارو پر ضد کمپاين پيل شوى دى، چې دوه مياشتې به دوام ولري.

د هغه په وينا، له دې رسمي کمپاين وړاندې هم د کوکنارو د کر د مخنيوي او له منځه وړلو لړۍ د امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو له لوري روانه وه.

دى وايي، د کمپاين پر مهال له امنيتي پېښو سره هم مخ شوي، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د دولت وسله والو مخالفينو ته هم په کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په خبره: “کوکنار د جګړې اصلي لامل دي، له دې امله د دولت وسله وال مخالفين له کوکنارو څخه ساتنه کوي، په کروندو کې يې ماينونه ځاى پر ځاى کوي او وسله وال بريدونه کوي.”

نوموړي د کمپاين پر مهال دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده، خو ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه به خپل کار ته تر هغو دوام ورکوي، ترڅو يې تر واک لاندې سيمو کې کوکنار په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي.

د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې په ځانګړې توګه په شنو سيمو کې کوکنار کم کرل شوي دي.

د ده په خبره، تېر کال د يوې سروې له مخې، تر ٧٠زره هکتاره زيات کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال پنځوس زره هکتاره کوکنار کرل شوي، چې ډېر يې په دښتو او غصب شوو ځمکو کې دي.

هغه زياته کړه، د کوکنارو پر وړاندې پر له پسې جدي مبارزې پر کروندګرو هم زيات اغېز ښندلى دى، چې له امله يې کروندګر اوسمهال د دولت تر واک لاندې او شنو سيمو کې په خپلو ځمکو غنم کري.

بلخوا ځايي اوسېدونکي هم مني، چې په شنو کې سيمو کې کروندګرو د کوکنارو له کر څخه لاس اخيستى دى، خو وايي، زياترو کروندګرو اوسمهال په دښتو او غصب شويو ځمکو کې کوکنار کرلي دي.

د علي احمد په نوم يو تن د نادعلي ولسوالۍ د دښتو د سيمې اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل: “کوکنار يې فصل اخيستلو ته رسېدلي او له دولت څخه هم له دې امله وېره نه لري، چې د سيمې واک يې له وسله والو طالبانو سره دى.”

نوموړى وايي، په ډېرو سيمو کې د کوکنارو د راټولولو لړۍ پيل شوې ده، خو زياتوي چې نېښګر يې کم دي او د کوکنارو بيې يې ټيټې دي، چې له دې امله کروندګر هم خپه دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.