ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې هوايي بريد د طالبانو يو مهم غړى وژلى

جوزجان کې هوايي بريد د طالبانو يو مهم غړى وژلى

author avatar
4 Apr 2013 - 11:22
جوزجان کې هوايي بريد د طالبانو يو مهم غړى وژلى
author avatar
4 Apr 2013 - 11:22

شبرغان (پژواک ١٥ ورى ٩٢): په جوزجان ولايت کې د ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د بلخ چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون مسوول، وژل شوى دى.

د جوزجان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو دغه ډلمشر دوست محمد نومېده او پرون ماښام د جوزجان د مرکز شبرغان اړونده سيمه کې وژل شوى دى.

سرچينه وايي، مولوي دوست محمد د ملګرو د ليدلو په موخه د شبرغان ترناب افغانيه سيمې ته راغلى و، چې د هوايي بريد ښکار شو.

د ملي امنيت دې سرچينې زياته کړه، په دغه بريد کې يواځې د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون مسوول مولوي دوست محمد وژل شوى، خو دا چې دغه پېښه له کلي بهر رامنځته شوې، د سيمې خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د ملي امنيت چارواکي وايي، د طالبانو د دغه لوړپوړي چارواکي مړى د شبرغان ښار ته لېږدول شوى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد وويل: “موږ د کلي د څو تنو په همکارۍ يادې سيمې ته ولاړو او هلته مو په هوايي بريد کې د وژل شوي تن د مړي ټوټې په يوه بورۍ کې راټولې کړې او د ملي امنيت ځواکونو ته مو وسپارلې.”  

هغه زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه تن له کوم ځايه او د څه لپاره يادې سيمې ته راغلى و.

د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې هم ويل شوي، چې د جوزجان ولايت په مرکز کې د ايساف او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو لوړپوړى غړى وژل شوى دى.

ايساف وايي، چې دغه تن له جوزجان پرته په نورو سيمو کې هم د وسلو په تمويل او وړلو راوړلو کې مهمه ونډه درلوده.

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له دغه بمبار څخه خبر دى، خو د دغه تن د وژلو ادعا يې رد کړې او زياته کړې يې ده، چې د دوى په ګروپ کې د مولوي دوست محمد په نوم څوک نشته او وژل شوى تن به د سيمې له اوسېدونکو څخه وي.

د ويلو ده، چې شپږ ورځې وړاندې هم د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د ايساف ځواکونو له خوا ورته عمليات تر سره شوي و، چې په پايله کې يې د دولت ١٥  وسله وال مخالفين مړه، ١١ نيول شوي او ٨ نور پکې ټپيان شوي وو، خو طالبانو بيا يواځې د خپلو شپږو کسانو د وژلو خبر منلى وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.