ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيلاب مبارز: د ملکي مرګ ژوبلې کچه بېرته لوړه شوې

نيلاب مبارز: د ملکي مرګ ژوبلې کچه بېرته لوړه شوې

author avatar
8 Apr 2013 - 17:01
نيلاب مبارز: د ملکي مرګ ژوبلې کچه بېرته لوړه شوې
author avatar
8 Apr 2013 - 17:01

کندهار ( پژواک ١٩ ورى ٩٢) : د ملګرو ملتونود مرستندويه پلاوي (يوناما) مسوولين وايي، چې که څه هم په تېر کال کې د جګړو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې کچه ټيټه شوې وه، خو د روان کال په لومړيو دريېو مياشتو کې دغه کچه بېرته پورته ختلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) د سياسي څانګې وياندې ډاکټرې نيلاب مبارز دغه څرګندونې د وري په ١٩مه، په کندهار کې د يوناما په دفتر کې په جوړه شوې خبري غونډه کې وکړې.

هغې زياته کړه ، چې په تېر کال کې د تر لاسه شويو ارقامو له مخې، د وسله والو مخالفينو او دولت تر منځ په جګړو کې ملکي مرګ ژوبله لږ شوې وه، خو د روان ٢٠١٣ زېږديز کال د لومړيو درېيو مياشتو ارقام ښيي، چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه بېرته پورته ختلې ده.

مبارز وويل ، چې د اصولو له مخې، د ملګرو ملتونو اداره په هرو شپږو مياشتو کې د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کوي، نو ځکه اوسمهال نه شي کولاى دغه ارقام رسنيو ته ورکړي.

د دې په وينا، په جګړه کې له ملکي تلفاتو را وروسته په ټول هېواد، په ځانګړې توګه په سوېل کې طبيعي پېښې لوى ګواښ دى.

هغې وويل، په دغه حوزه کې، روانه وچکالي، سېلابونه، د خټينو کورونو ژر نړېدا، د سرپناه نشتوالى او نورو ستونزو خلک کډوال کړي او يا يې هم ورته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مبارز په وينا، که څه هم د ستونزو ختمېدل، ډېر وخت ته اړتيا لري، خو هغوى به د حالت د کابو کېدو لپاره  اوږد مهالې پرمختيايي پروژې پيل کړي او يوناما په دې کار کې جدي ده.

نوموړې په هېواد کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو، د برېښنايي تذکرو د وېش او د يوناما د ماموريت د غځېدا په اړه هم خبرې وکړې.

مبارز وويل، ادارې يې ځکه دغه ماموريت تمديد کړى، چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې ډېر مهم کارونه تر سره کېږي او دوى يې بايد څارنه وکړي.

د دې په وينا، ولسمشريزې ټاکنې، د کمپيوټري تذکرو وېش او په ٢٠١٤ کال کې افغان لوري ته د چارو لېږد هغه مهمې پېښې دي، چې يو په بل پسې به تر سره شي.

د يوناما ويانده راتلونکې ټاکنې د بدلون د لسېزې په نوم يادې کړې او ټېنګار يې وکړ، چې اداره به يې د ولسمشريزو ټاکنو پر سر د اختلافاتو د مخنيوي لپاره يوه بې پلوه باوري او د خپلواک مېکانيزم په ايجاد هو کړه وکړي.

دا وايي، ټاکنې يوه داسې پروسه ده ، چې بايد پکې د هرې سيمې وګړي ګډون   وکړي، د يومانا اداره هم دا مني، چې امنيت د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره مهم دى، خو يو شمېر کسان يې بايد په دغه بهير کې د ګډون نه کولو لپاره بهانه نه کړي.

خو مبارز  دا هم وويل، چې هغوى اوس څېړنه کوي، چې معلومه کړي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د افغانانو اندېښنې څه دي.

هغې له افغان دولت څخه په ټاکنو کې د ښځو د پراخې ونډې تر څنګ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لپاره د يوه وړ او منل شوي مشر په ګومارل کېدو ټېنګار وکړ او ويې ويل، چې داسې يو تن دې دغه چارې سمبال کړي، چې ټولو ته منلى وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.