ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
9 Apr 2013 - 18:48
author avatar
9 Apr 2013 - 18:48

لښکرګاه (پژواک ٢٠ ورى ٩٢):د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې پنځه عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .

د دې ولايت د ناوې ولسوالۍ  يوه اوسېدونکي عبدالجبار اغا، چې په دې پېښه کې يې يو زوى وژل شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د مارجې ولسوالۍ په شور شورک سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، چې د ماين دغه چاودنه پر هغو موټرو شوې ، چې د دوى د سيمې لس ځوانان په کې   خانشين ولسوالۍ ته د کوکنارو د نېښ وهلو په موخه روان وو.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې له يادو ځوانانو څخه د ده د زوى په ګډون  پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى وو.

د ناوې يو بل اوسېدونکى سردار ولي هم وايي، چې دا کسان په درېيو سراچه موټرو کې روان وو، چې له يادې پېښې سره مخ شول.

ده زياته کړه، د پېښې پرمهال څلورو ځوانانو ځاى پر ځاى خپل ژوند له لاسه ورکړى او شپږ نور په ټپي حالت کې لښکرګاه ته راوړل شوي، چې يوه يې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوه موظف ډاکټر هم د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، له يادې پېښې څخه دوى ته شپږ ټپيان وروړل شوي دي، خو يوه يې په روغتون کې ساه ورکړه.

ده د دوو نورو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک وباله.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې ټپيان د درملنې په موخه لښکرګاه ښار ته راوړل شوي دي.

د ده په وينا: “دا ماين د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى په ځاى شوى وو، چې ملکي وګړي يې ښکار شول.”

وسله والو طالبانو د يادې پېښي په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.