کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د پاکستان د پوځ اوسني مشر جنرال اشفاق کياني د افغانستان د ملي پوځ له جوړېدو سره مخالفت ښودلى و.
د پاکستان جيو تلويزيون پرون د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ يا فارن پاليسي په نامه د يوې مجلې د راپور په حواله خبر ورکړى، چې جنرال کياني په ٢٠١٠ زېږديز کال کې له امريکايي چارواکو سره د ليدنې پر مهال د افغان پوځ له جوړېدو سره مخالفت کړى و.
د فارن پاليسۍ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د ٢٠١٠ زېږديز کال پر مهال په واشنګټن کې له امريکايي لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د ليدنې پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني له امريکا غوښتي وو، چې د افغان پوځ له جوړولو ډډه وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، جنرال کياني ادعا کړې وه، چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو تر وتلو وروسته به افغان پوځ چې له ډلو ټپلو جوړ دى، په څو ټوټو ووېشل شي او دغه کار به بيا پاکستان ته ستونزې پيدا کړي.
په راپور کې راغلي، جنرال کياني وړاندوينه کړې وه، چې امريکا به د افغان پوځ په جوړولو کې بريالى نه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، جنرال کياني امريکايي پوځي چارواکو ته ويلي وو، چې له افغانستانه دې په خاموشۍ ووځي او پاکستان ته دې ستونزې نه راولاړوي.
د فارن پاليسي په راپور کې راغلي، چې امريکا نه د جګړې په ميدان کې افغان جګړه وګټله او نه يې د خبرو په مېز کې کومه بريا ترلاسه کړه.
په ياد راپور کې راغلي، چې امريکا اوس غواړي په يوه نه يوه پلمه له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، د افغانستان د ملي پوځ په له منځه وړو کې پاکستان مهم رول درلود او اوس هم هغوى نه غواړي، چې افغانستان دې يو سم ملي پوځ ولري.
خو هغه دا هم وويل، چې امريکا د افغانانو په سترګو کې خاورې اچوي او داسې يو پوځ يې جوړ کړى چې نه وسله لري او نه هم اړين وسايل.
نوموړى په د فارن پاليسي له دې خبرې سره هم موافق دى، چې امريکا په افغانستان کې جګړه او هر څه بايللي او اوس د تېښتې لار لټوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن