ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم ګمرک دوه مامورين وتښتول شول

author avatar
10 Apr 2013 - 12:07
author avatar
10 Apr 2013 - 12:07

جلال اباد (پژواک ٢١ ورى ٩٢): ناپېژانده وسله والو د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د مارکو په سيمه کې د تورخم د ګمرک دوه مامورين تښتولي دي.

د تورخم ګمرک مسوول محمدنثار د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د تورخم د ګمرک دوه مامورين، چې له تورخم څخه د جلال اباد پر لور روان وو، د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په کرولا موټر کې د ګمرک درې مامورين سپاره وو، چې يو يې په تېښته بريالى شوى او پاتې دوه چې د تورخم په ګمرک کې ټيټ رتبه مامورين وو، وسله والو تښتولي دي.

نوموړى وايي، چې د کرولا موټر پر چلوونکي هم تښتوونکو ګوزار کړى او يو تن بل، چې وحيد نوميږي، په تېښته بريالى شوى دى.

د نثار په وينا، په تښتول شوو کې يو يې تېر کال هم د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى و، چې وروسته د پيسو په بدل کې راخلاص شو.

نثار زياته کړه: ((مخکې يې کور خرڅ کړ او غلو ته يې پيسې ورکړې.))

له وسله والو غلو تښتېدلي وحيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له تورخمه د جلال اباد پر لور روان وو، چې د مارکو بازار ته نا رسېده يې د موټر مخې ته يو کرولا ډوله موټر ودرېد، درې تنه ترې راکوز شول او د وسلو په زور يې ياد کسان کوز کړل.

وحيد زياتوي، چې څو ځلې غلو پر يوه بل غږ وکړ، چې ډز پرې وکړئ، خو دى ترې وتښتېد.

ده وويل، چې وروسته بيا د مومندرې ولسوالۍ ته ولاړ، خو هغوى ورسره هېڅ ډول مرسته ونه کړه او ورته يې ويل، چې دا د دوى د مسووليت ساحه نه ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې په سيمه کې پلټنې روانې دي.

ياده دې وي چې شاوخوا يو کال وړاندې هم د تورخم د ګمرک يو مامور په ياده سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى و.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.