ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي پلاوى پر ټاکنو د خبرو لپاره کابل ته راغلى

د حزب اسلامي پلاوى پر ټاکنو د خبرو لپاره کابل ته راغلى

author avatar
10 Apr 2013 - 14:31
د حزب اسلامي پلاوى پر ټاکنو د خبرو لپاره کابل ته راغلى
author avatar
10 Apr 2013 - 14:31

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د خبرو اترو لپاره د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پلاوى کابل ته راغلى دى.

د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څلور کسيز پلاوى د مدير محمدرسول په مشرۍ له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې دى.

هغه زياته کړه، چې دغه پلاوي په کابل کې د حزب اسلامي او پارلمان له غړو او ځينو سياسي کړيو سره ليدنې کتنې کړې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پلاوى به له ولسمشر حامد کرزي او يا نورو دولتي چارواکو سره هم ګوري؟ ډاکټر بهير وويل، چې له هغوى سره کتنې په پلان کې نشته.

ډاکټر بهير کابل ته د تللي پلاوي سفر بريالى وباله او زياته يې کړه، چې د حزب له وروڼو سره يې ګټورې خبرې کړې دي.

نوموړي په ډاګه نه کړه، چې د پلاوي د سفر او د خبرو اترو موخه څه ده، خو زياته يې کړه، چې دا د تفاهم دلړۍ يوه کړۍ ده، چې دوى له بېلابېلو سياسي ډلو سره پيل کړې ده.

په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي انجنير محمدخان پژواک اژانس ته ومنله، چې د مدير محمدرسول په مشرۍ يو پلاوى کابل ته راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې دوى هم له دغه پلاوي سره ليدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله د ټولټاکنو په اړه ځيني شرطونه لري او دوى غواړي د دغه سفر پر مهال پر يادو شرطونو او د ټاکنو اړوند پر ځينو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د حزب اسلامي دواړه ډلې په راتلونکو ټاکنو کې ګډ کانديد دروي؟ انجنير محمدخان وويل: ((تر اوسه پورې د حکمتيار ډله ټاکنو ته غاړه نه ده اېښې او نه هم د هغوى دريځ په صراحت سره څرګند دى، کله چې هغوى په ټاکنو کې د ګډون پرېکړه وکړي، بيا د ګډ کانديد په اړه خبرې کېږي.))

د يادونې ده، تر دې مخکې حزب اسلامي اعلان کړى و، چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې په هېڅ ډول سياسي فعاليت کې ونډه نه اخلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.