غزني ښار (پژواک ۲۱ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني د نومونې د پرانيستې مراسمو لپاره يې بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.
په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري وزيرانو په غونډه کې غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو.
ټاکل شوې ده، چې د دې ورځې په مناسبت د راتلونکې شنبې ورځ (د وري ٢٤مه) د پرانيستې مراسم ترسره شي.
د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ورځې لپاره يې پوره امنيتي تدابير نيولي دي.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، چې پوليسو او نورو امنيتي ځواکونه د دې ورځې لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.
هغه د غزني له خلکو وغوښتل، چې له دوی سره دې د دې ورځې لپاره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي، څو د هېواد په ګډون نورو بهرنيو هېوادونو ته وښودل شي، چې افغان امنيتي ځواکونه د خپلې خاورې د ساتنې وړتيا لري.
ده زياته کړه، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د ښار په ټولو دروازو کې د تلاشۍ نوې پوستې جوړې کړې او کلک امنيتي تدابير يې نيولي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه شپه او ورځ د دې ورځې لپاره د امنيت په ساتلو کې کوښښ کوي، څو مراسم په ارامه فضا کې ترسره شي.
زاهد وايي، چې دغه د غزني او ټول هېواد لپاره د وياړ ورځ ده، نه يواځې چارواکي، بلکې د غزني ټول اوسېدونکي په کې ګډون کوي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم د دې ورځې د امنيت په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې د دوى ځواکونه د يادې ورځې د امنيت لپاره پوره چمتووالی لري.
هغه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د افغانانو د وياړ په دې ورځ دې له ورانکاره کړنو لاس واخلي.
اکبرزاده وويل، وسله وال طالبان دې پرېږدي، چې دغه ورځ په ښه توګه ونمانځل شي.
بلخوا که څه هم د غزني ښاريان د دې ورځې لپاره د امنيتي ځواکونو له کلک امنيتي تدابيرو خوښ دي، خو بيا هم له امنيتي ځواکونوغواړي چې د دې ورځې لپاره دې له خپل ټول توان څخه کار واخلي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي عزت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دا د افغانستان او افغانانو لپاره د وياړ ورځ ده او بايد ټول په ګډه د دې ورځې لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو کلک تدابير نيولي او خلک د دې ورځ لپاره انتظار باسي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن