ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار او کوېټې تر منځ الوتنې بندې شوې

author avatar
11 Apr 2013 - 17:12
author avatar
11 Apr 2013 - 17:12

 کندهار (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): د کندهار او کوېټې ترمنځ الوتنې چې څه موده مخکې پيل شوې وې، د پاکستان هوايي شرکت (PIA) دغه الوتنې بېرته بندې کړې دي.

 د کندهار او کوېټې تر منځ د پي اى اې الوتنې پنځه مياشتې وړاندې پيل شوې وې او په اونۍ کې يې دوه ځلې د دغو دوو ښارونو ترمنځ تګ راتګ کاوه.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په رسمي توګه د پاکستان دولت دوى ته خبر نه دى ورکړى، چې پي ای اې کندهار ته الوتنې بندې کړې دي.

 خو هغه زياته کړه، دغه شرکت لا له مخکې بهانې لټولې او کېداى شي اوس يې د سپرليو د کمښت بهانه کړې وي او خپلې الوتنې يې بندې کړې وي.

 د نوموړي په وينا، د کندهار او کوېټې تر منځ الوتنې، د دوه اړخيزې موافقې پر بنسټ وې، چې په دې اړه به بيا هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او هڅه به يې دا وي، چې دغه الوتنې بېرته پيل شي.

 دى وايي، د پاکستان له هوايي شرکت سره د شوې موافقې له مخې داسې پلان و، چې په راتلونکې کې به افغان هوايي شرکتونه هم د کندهار له هوايي ډګره د پاکستان ځينو ښارونو ته الوتنې کوي، که دغه الوتنې پيل شوې وای، نو ښايي د سالمې سيالۍ په پايله کې د ټکټ بيه هم را ټيټه شوې وای.

 پي اى اې هره اونۍ د سې شنبې او پنجشنبې په ورځو دوه الوتنې درلودې، چې له کوېټې يې کندهار او له کندهاره کوېټې ته الوتنې کولې.

 په دې وروستيو کې دغه الوتنې يوې ته را کمه شوه او يوازې د پنجشنبې په ورځ به يې الوتنه درلوده.

 که څه هم پي اى اې په رسمي توګه د کندهار او کوېټې ترمنځ د الوتنو د بندولو په اړه څه نه دي ويلي، خو په دې برخه کې اصلي ستونزه د ټکټونو د بيې د لوړوالي وه، چې خلکو يې له امله په دې الوتکه کې سفر ته زړه نه ښه کاوه.

 په کندهار کې د سکاى اريانا په نوم د ټکټ پلورلو د يوه شرکت مسوول پژواک ته وويل، په لومړيو کې چې د پي ای اې الوتنې په اونۍ کې دوه ځلې وې، په هره الوتنه کې به شاوخوا لس سپرلي له کندهار څخه کوېټې ته او شاوخوا پنځه سپرلي به له کوېټې څخه کندهار ته راتلل، چې دا کمه شمېره وه.

 دغه سرچينه وايي، په پيل کې له کندهار څخه تر کوېټې پورې د يوه ټکټ بيه ۵۸۰۰ افغانۍ او له کندهاره تر کراچۍ پورې ۶۹۰۰ افغانۍ بيه ټاکل شوې وه، خو په دې وروستيو کې له کندهار څخه تر کوېټې پورې د يوه ټکټ بيه ۷۲۰۰ افغانۍ او له کندهاره تر کراچۍ پورې د يوه ټکټ بيه ۸۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې وه.

 د کندهار هوايي ډګر مشر احمدالله فيضي وايي، د پي اى اې دغه الوتکې ډېرې زړې وې او د نږدې پنځوسو کسانو د ځايولو وړتيا يې لرله.

 هغه هم وويل، چې دغه شرکت په رسمي ډول د خپلو الوتنو د بندېدو خبر نه دى ورکړى، خو هغوى مخکې هم ويل، چې الوتنې يې ګټه نه کوي.

 د هغه په خبره. د شوې هوکړې له مخې په پلان کې وه، چې دغه الوتنې به وروسته له کندهار څخه کوېټې، اسلام اباد، لاهور،کراچۍ او د پاکستان نورو مهمو ښارنو ته هم وغځول شي، خو داسې و نه شول.

 د ده په خبره، ټاکل شوې وه، چې د کندهار او د پاکستان د ځينو ښارونو ترمنځ د الوتنو له پيل کېدو سره به پر ګډه پوله د ناقانونه کسانو د تګ راتګ مخنيوى هم وشي.

 د کندهار اوسېدونکي او سوداګر دغه خبر خواشينوونکى بولي او زياتوي، چې دا د هغوى لپاره ډېره لويه اسانتيا وه؛ ځکه کوېټې ته پر غځېدلې لاره په دې وروستيو کې امنيتي ستونزې زياتې شوې، خلک په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولاى.

 د کندهار ښار د کارېز بازار سيمې اوسېدونکى حاجي حکمت الله چې څو ځلې يې د کوېټې او کندهار ترمنځ په دغو الوتکو کې سفر کړى وويل، په ځانګړې توګه دا د کندهار او کوېتې د سوداګرو لپاره ډېره لويه اسانتيا وه، چې د خپلو کاروبارونو په موخه يې په اسانه سفر کولى شواى.

 دى وايي، په کار وه، چې د پاکستان دولت او د پي ای اې هوايي شرکت له خپلې ژمنې سره سم د ټکټونو بيه کښته کړې واى، خو دوی يو ځل د ټکټونو بيه لوړه کړه او بل ځل يې الوتنې هم بندې کړې.

 هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې دغه الوتنې دې بېرته پيل شي او د ټکټونو بيه دې هومره و ټاکل شي، چې خلک وهڅېږي د هوا له لارې د دغو دوو ښارونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

 

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.