ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو په فارياب کې دوه تنه مړه کړل

author avatar
12 Apr 2013 - 12:27
author avatar
12 Apr 2013 - 12:27

ميمنه (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): د فارياب په درېيو ولسواليو کې د ګلۍ اورېدو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله يې دوه تنه مړه شوي، يو شمېر کورونو او کرنيزو ځمکو ته يې هم زيانونه اړولي دي.

دغه سېلابونه پرون له غرمې وروسته ٣ بجې په ګرزېوان، بلچراغ او پښتونکوټ ولسواليو کې را ووتل او د مازديګر تر ناوخته پورې يې دوام درلود.

 د ګرزېوان ولسوال عبدالرزاق کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي، په لسګونه کورونو او سلګونه جريبه کرنيزو ځمکو ته يې زيان اړولى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې طبيعي پېښه کې په سلګونو څاروي له منځه تللي او يو زيات شمېر د مېوې او نورې ونې يې خرابې کړې دي.

د فارياب د ولايتي شورا غړى غلام سخي نويد، چې د ګرزېوان اوسېدونکي دى، وايي، چې د سېلاب په سيمو کې يې د دوو تنو مړي، چې يو ٢٨ او بل ٥٠ کلن دى، موندلي دي.

له بله پلوه، د بلچراغ ولسوالۍ د حقوقو مدير اميرمحمد مشتاق وايي، چې د ګرزېوان سېلابونه دې ولسوالۍ ته هم رسېدلي، چې د کورونو او کرنيزو ځمکو د زيانمنولو ترڅنګ يې د دوو ولسواليو مواصلاتي لاره هم بنده کړې ده.

سيمه ييزو چارواکو د سېلاب ځپلو پر حالت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ورته د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

خو د فارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز پژواک ته وويل، چې نن به د دوى يو پلاوى د سېلابونو د زيان معلومولو په موخه يادې سيمې ولاړ شي.

بارز زياته کړه، چې وروسته به سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي، درمل، خېمې او نور د اړتيا وړ شيان ور ولېږدوي.

د يادونې ده، تېر کال هم په ګرزېوان او بلچراغ ولسواليو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ١٦ تنه مړه شوي وو.

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.