ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارسدې پخوانى ولسوال او په فارياب کې  يو مخور وژل شوى

د چارسدې پخوانى ولسوال او په فارياب کې يو مخور وژل شوى

author avatar
12 Apr 2013 - 10:20
د چارسدې پخوانى ولسوال او په فارياب کې  يو مخور وژل شوى
author avatar
12 Apr 2013 - 10:20

 چغچران-ميمنه (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): د غور د چارسدې پخوانۍ ولسوال او بلخوا په فارياب کې يو مخور په وسله وال بريدونو کې وژل شوي دي.

د غور امنيه قوماندان سمونوال دلاور شاه دلاور د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چارسدې دغه پخوانى ولسوال نجيب الله نومېده او تېره شپه د يادې ولسوالۍ په خورنج سيمه کې له خپل يوه ساتونکي سره  د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

نوموړى زياته کړه، نجيب الله له دولت سره څه دنده نه درلوده او زياتوي، چې د وژنې لامل يې تر اوسه نه دى څرګند، خو پوليسو يې په تړاو دوه تنه شکمن نيولي دي.

خو د غور د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان وويل، چې نجيب الله د خپلمنځي اختلافاتو له امله چې له تېرو جګړو څخه پاتې و، وژل شوى دى.

هغه وايي، چې نجيب الله پخوا د غور د چارسدې او پسابند د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې او پخوانى جهادي قوماندان هم و.

احسان وويل: ((ډېرى سيمه ييز قوماندانان د خپلمنځي شخړو او جګړو له امله وژل شوي دي.))

 تېر کال د غور ولايتي شورا غړى او پخوانى سيمه ييز قوماندان هم له همدې امله وژل شوى و.

له بلې خوا د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې هم يو مخور وژل شوى دى.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري  پژواک اژانس ته وويل، چې  دغه مخور امام ارباب نومېده او تېره شپه، هغه مهال د وسله والو له خوا ووژل شو، چې  په اق دره سيمه کې جومات ته په لاره و.

قادري وايي، چې تر اوسه د بريد کوونکو پېژندګلوي نه ده شوې، خو پلټنې روانې دي.

خو د سيمې يوه سپين ږيري طاهر رحماني وويل، چې دغه مخور د وسله والو طالبانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

طالبانو د دې وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې سيمه کې يې د ملېشو نامتو قوماندان امام ارباب وژلى دى. 

 

 

 

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.