ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو مراسم ترسره شول

غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو مراسم ترسره شول

author avatar
13 Apr 2013 - 08:57
غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو مراسم ترسره شول
author avatar
13 Apr 2013 - 08:57

غزني ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمينې د نومولو په اړه مراسم په غزني ښار کې  ترسره شول.

 

دا مراسم نن د وري په ٢٤مه، دسهار په شاوخوا لسو بجو د غزني ولايت مقام د غونډو په تالار کې پيل شول.

د غزني د والي وياند فضل سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې مراسمو لپاره  چمتوالى لا دمخه بشپړې شوى او کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې له پرون راهيسې دې ولايت ته د کورنيو او بهرنيو پلاوو راتګ پيل شوى و او نن سهار هم ګڼ شمېر کورني او بهرني  پلاوي راغلل.

د نوموړي په وينا، په دې مراسمو کې د کابينې غړي، د ملي شورا استازي، د بهرنيو هېوادونو استازي د غزني چارواکي ، قومي مشران او مخور ګډون لري.

په دې مراسمو کې د کابينې له لسو زيات وزيران،  ګڼ شمېر مرستيالان، د ولسمشر ارشد سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د ايران داطلاعاتو او فرهنګ وزير، د تاجکستان د کولتوري چارو وزارت مرستيال او يو شمېر سفيران راغلي دي.

پوهاند نعمت الله شهراني ددې مراسمو په پيل کې د ولسمشر حامد کرزي پيغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.

ولسمشر په خپل پيغام کې غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په نومول کېدو، د غزني خلکو او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه او دا يې د وياړ ځاى وباله.

هغه زياته کړې، چې غزني يوه تاريخي سيمه ده ، دلته تاريخي خلک اوسېدلي او افغانان د غزني په تاريخي اثارو او تاريخي خلکو وياړي او ورته د ډېر اهميت وړ دي.

ولسمشر کرزي ويلي، چې تاريخي  آثار بايد وساتل شي، تر څو د هېواد راتلونکي نسلونه له خپلو مشاهيرو خبر شي  او ترې استفاده وکړي.

هغه هيله څرګنده کړې، چې دا مراسم په برياليتوب سره ترسره شي.

ورپسې د غزني والي موسى خان اکبر زاده وينا وکړه او ويې ويل ،چې ددې  مراسمو له پيلېدو سره هغه خوب پوره شو، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى ليدل.

نوموړي په دې ولايت کې دشويو کارونو په اړه رڼا واچوله او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل ، چې دې ولايت ته د لومړۍ درجې دريځ ورکړي.

اکبر زاده پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له جنګونو لاس واخلي او له سولې سره يو ځاى شي.

دغه راز نوموړي له اسلامي نړۍ وغوښتل ، چې په افغانستان کې د روان بې مقصده جنګ د پاى  ته رسولو لپاره منځګړيتوب وکړي.

ددغو مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د  غزني ښار ته په  ټولو غځېدلو لارو کې امنيتي پوستې اچول شوي او په ښار کې دننه هر لور  ته امنيتي سرتېري ليدل کېږي.

د غزني د ولايت مقام په زر مترۍ کې ټول دوکانونه او مارکېټونه بند دي او لارې يې هم دامنيتي ځواکونو لخوا تړل شوې دي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.