غزني ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د غزني داسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو په مراسمو کې د غزني او له يو شمېر نورو ولايتونو څخه راغلو خبريالانو ته په غونډه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.
ځايي چارواکي وايي، چې ددې مراسمو د خپرولو حقوق په کابل کې د يک په نامه خصوصي تلوېزيون ته ورکړل شوى او له مرکز څخه ورته امر شوى ، چې نورو ژورنالېستانو ته اجازه ورنکړل شي.
د دې مراسمو د پوښښ راوستلو په موخه د غزني ترڅنګ له کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه لسګونه خبريالان راغلي ، خو د مراسمو په تالار کې ورته اجازه ورنکړل شوه.
د غزني د خبريالانو د ټولنې مشر او په دې ولايت کې د بي بي سي راډيو خبريال اسدالله جلالزي د حکومت دا پرېکړه په کلکه وغندله.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به د غزني د ولايت مقام هېڅ ډول خبرونه، نه خپروي.
نوموړي زياته کړې، چې د غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې د نومول کېدو په درناوي نننى پروګرام نه تحريموي، خو تر دې وروسته به د ولايت پروګرامونه، نه خپروي.
د طلوع تلوېزيون خبريالې صالحې سادات پژواک اژانس ته وويل، چې دا له خپل کمره مين سره د غونډو تالار ته ننوتله، خو په زوره بېرته ووېستل شوه.
هغه ددې کار د غندلو ترڅنګ وويل ، چې دا يو ملي پروګرام دى او بايد ټولو خبريالانو ته د پوښښ اجازه ورکړل شوې واى.
له کندهار څخه د هېواد تلوېزيون راغلى خبريال هم له تالار څخه په زوره وېستل شوى دى.
هغه پژواک ته وويل : (( چې په غونډه کې د ګډون اجازه نه راکوي، نو بيا ولې يې بلنه راکړې ، موږ په نا امنه لاره له لرې ولايت کندهار څخه راغلو، خو اجازه يې رانکړه.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن