اسعد اباد ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د کونړ چارواکي وايي ، چې دپاکستانيو ځواکونو په بريد کې دوه ښځې وژل شوې دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر ماخوستن پاکستانيو ځواکونو پر مرورې ولسوالۍ توغندويي بريد وکړ .
هغه زياته کړه ، چې دپاکستانيو ځواکونو له خوا له توغول شويو اوو توغنديو څخه يې يو د مرورې ولسوالۍ د چنار سيمې پر يوه کور لګېدلى دى.
واصفي وويل ، چې په دې پېښه کې دوه ښځې وژل شوي او دوه نورې ټپيانې دي ،چې روغتون ته لېږدول شوې دي.
دغه بريد په داسې حال کې شوى ، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ګډو ځواکونو په مرورې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د يادونې ده ، چې تېر کال د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې تر ٦٠ زيات ملکي وګړي ووژل شول ، سلګونه څاروي مړه او سلګونه کورنۍ کډه شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن