ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې دکوکنارو اړولو کمپاين پيل شو

author avatar
13 Apr 2013 - 17:51
author avatar
13 Apr 2013 - 17:51

اسعد اباد( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په کونړ ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين له نورګل ولسوالۍ څخه پيل  او په لومړۍ ورځ پنځوس هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

ددې ولايت دنشه يې توکو پر وړاندې  دمبارزې رييس ادريس ساپی وايي، چې دکونړ په شپږو ولسواليو (نورګل،څوکۍ،سرکاڼو،نرنګ،وټپور او شيګل) کې کوکنارل کرل شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې په دې سيمو کې کېداى شي ډېر کوکنار کرل شوي وي، خو اړونده وزارت ورته  دوه سوه (۲۰۰)هکتاره ځمکې د اړولو هدف ورکړى دى.

د نوموړي په وينا، نن د والي سيد فضل الله وحيدي په مشرۍ ديوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا نورګل ولسوالۍ ته ولاړل او له دې ولسوالۍ څخه د کوکنارو دکښت دله منځه وړلو کمپاين يې پيل کړ.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل په سيمه کې پژواک ته وويل ، چې  په دې کمپاين کې ٣٠٠ پوليس او د نورو امنيتي ارګانونو سرتېري برخه لري.

هغه زياته کړه، چې پوليس به د هغو ټولو ناقانونه کړنو مخنيوی کوي ، چې دقانون پر وړاندې جرم وي.

د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل وايي، چې امنيتي ځواکونه د خلکو له مرستې پرته دا کمپاين نه شي پرمخ بيولى .

هغه زياته کړه، چې دولت دې د کروندګرو لپاره اصلا شوي تخمونه ، کيمياوي سرې او نورې اسانتياوې برابرې کړي .

د نور ګل ولسوالۍ د مزار درې يوتن کروندګر عتيق الله وايي ، چې دوى د اقتصادي خرابتيا له امله په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وو.

هغه زياته کړه، چې يواځې په غنمو ددوى اقتصادي ستونزې نه هوارېږي، ځکه دوى په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وو.

د نوموړي په وينا، دولت ورسره تر اوسه د کوکنارو په بدل کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د کوکنارو داړولو پرمهال وويل، چې له امنيتي ځواکونو سره يې په ګډه پلان جوړ کړى ، چې په دې ولايت کې کرل شوي ټول کوکنار به له منځه وړي.

هغه زياته کړه ، چې د نورګل ولسوالۍ د مزار درې دخلکو لپاره يې د يادې درې د سړک  جوړېدو چارې په دې کال کې په پلان کې نيولي، چې ډېر  ژر به پرې کار پيل شي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په دې کال کې به په دې ولايت کې کوکنار صفر ته راټيټ کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.