کابل ( پژواک ٢٥ ورى ٩٢ ) : دافغانستان په لوېديځ کې د ايساف دوه ايټالوي سرتېري ټپيان شوي دي.
ايټالوي رسنيو د وري په ٢٥مه، ددفاع وزارت په حواله خبر ورکړى و، چې دغه سرتېري يې نن د افغانستان په لوېديځ کې د ماين په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.
سرچينو زياته کړې ، چې دا سرتېري يې پر ګزمې بوخت وو، چې دسړک دغاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
دفاع وزارت ، د سرتېرو د روغتيايي حالت او د پېښې د کره ځاى په اړه څه نه دي ويلي.
خو بايد وويل شي ، چې ډېرى ايټاليايي سرتېري په هرات او فراه ولايتونو کې مېشت دي.
ايټاليا په افغانستان کې دايساف په چوکاټ کې ٣٠٦٧ سرتېري لري او تر اوسه يې په افغانستان کې خپل ٤٧ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٣٢ بهرني سرتېري وژل شوي ، چې ډېرى يې امريکايان دي.
تېر کال په هېواد کې ٤٠٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن