ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جوزجان څخه سويډني ځواکونه ووتل

له جوزجان څخه سويډني ځواکونه ووتل

author avatar
14 Apr 2013 - 17:16
له جوزجان څخه سويډني ځواکونه ووتل
author avatar
14 Apr 2013 - 17:16

 شبرغان (پژواک ٢٥ ورى ٩٢): سويډني ځواکونه نن له جوزجان ولايت څخه ووتل او د ٣٠ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت توکي او تجهيزات يې په خپل نظامي مرکز کې ملي اردو ځواکونو ته پرېښودل.

 دغه ٢٠٠ سرتېري او افسران د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په جنګل باغ سيمه کې په يوه کنډک کې اوسېدل.

 هغوى له ٢٠٠١ زيږديز کال راهيسې په جوزجان کې خپل نظامي فعاليتونه تر سره کول او د دغه ولايت په اړوندو سيمو کې يې د افغان امنيتي سرتېرو په همغږۍ خپل عمليات تر سره کول.

 د امنيت لېږد نن د يو لړ نظامي مراسمو په ترڅ کې ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو او  دغه ځواکونه له جوزجان څخه د بلخ مرکز مزارشريف ښار ته کډه شول.

 د جوزجان والي محمد ساعي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي اردو ځواکونو مسووليت دامنيت ټينګښت تر څنګ ترينګلى او حساس شوى او دوى اوسمهال د خلکو پر وړاندې لوى مسووليت لري، څو امنيت ټينګ او د دولت مخالفو ډلو ته د ورانکارو کړنو اجازه ورنکړي.

 هغه زياته کړه، که څه هم جګړه يوه منفي پديده ده، چې خلکو او ټولنې ته زيان رسوي، خو داسې حل لاره بايد ولټول شي، چې د دغې شومې  پديدې د له منځه وړلو سبب شي.

 په شبرغان کې مېشتې د سويډني ولايتي بيارغونې ډلې( PRT ) قوماندان ډګرمن ميکاييل په دغو مراسمو کې وويل، چې که څه هم په دغه ولايت کې ددوى نظامي فعاليتونه پاى ته رسېدلي، خو سويډن د افغانستان د پراختيايي پروسې په چټکتيا کې برخه اخلي ، په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته ډيرى مالي اسانتياوې برابروي او د لومړۍ مرسته کوونکو هيوادونو په ډله کې به وي.

 هغه د خبرو په پاى کې خپلې ټولې تاوشوې کليانې، چې په جنګل باغ کې د سويډني ځواکونو پورې اړوند وې، په شبرغان کې   مېشت د ملي اردو د درېيم کنډک قوماندان ته وسپارلې.

 د دغه کنډک قوماندان ډګرمن ګلبهار پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه قرارګاه کې، چې مساحت يې دېرشو جريبو ته رسيږي، د تجهيزاتو او توکو په ګډون پکې ځانګړې خونې، نظامي بارکونه، لويې خېمې او دفترونه  ملي ځواکونو ته وسپارل شول.

 هغه د ملي اردو ځواکونو ته دغه وسايل او تجهيزات ګټور او مهم وبلل او له دې سره سره د دغه کنډک د لا ښه پياوړتيا او مسلح کولو غوښتنه يې وکړه او زياته يې کړه، چې د ملي اردو سرتېرو د خپلواکو عملياتو په ترڅ کې ډېره تجربه تر لاسه کړې او اوسمهال، مخالفينو ته د ځواب ورکولو وړتيا لري.

 جوزجان د هېواد له شمالي ولايتونو څخه ګڼل کېږي او وسله وال مخالفين د دغه ولايت د   درزاب او قوش تپې سيمو په ګډون په ځينو ولسواليو کې فعاليت کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.