ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې نږدې څلور زره جريبه ځمکه له کوکنارو  پاکه شوې

په کندهار کې نږدې څلور زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

author avatar
14 Apr 2013 - 17:14
په کندهار کې نږدې څلور زره جريبه ځمکه له کوکنارو  پاکه شوې
author avatar
14 Apr 2013 - 17:14

 کندهار ( پژواک ٢٥ ورى ٩٢ ) : د کندهار په ژېړۍ ، شاوليکوټ او ميوند ولسواليو کې ٣٥٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه ، چې له دې سره په تېرو دوو اونيو کې دغه کچه نږدې څلور زره جريبو ته ورسېده.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو اړولو د کمپاين په لړ کې تېره ورځ په ژېړۍ کې ٨٥ جريبه ځمکه، په ميوند کې ١٣٠ جريبه  او په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ١٣٥ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

هغه زياته کړه، دغه کمپاين د ولسواليو د ولسوالانو په مشرۍ د پوليسو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د نوموړي په وينا، په دې لړ کې په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو پر مهال يو مخالف وسله وال له يوې پايې مخابرې سره هم نيول شوى دى.

 دى وايي، نيول شوي تن نه يواځې مخالفينو ته پټ معلومات ورکول، بلکې وخت په وخت يې په سيمه کې ورانکارې کړنې هم کولې.

 د کندهار   امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت د مخنيوي تر څنګ د کوکنارو د نېښ وهونکو پر وړاندې  هم جدې هڅې پيل کړي او په يو شمېر سيمو کې يې تر ٢٢ پورې دغه راز کسان نيولي دي.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر دوه ورځې مخکې  ويلي و ، چې په تېرو دوو اوونيو کې يې په بېلابېلو ولسواليو کې تر ٣٧٠٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښتونو پاکه کړې او د دغه توکو د اړولو کمپاين په چټکۍ سره جريان لري.

 دغه کمپاين، چې له نږدې يوې مياشتې راهيسې د کندهار په شاوليکوټ، ميوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کې پيل شوى، پر مهال يې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.