ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت:  ملکي مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

دفاع وزارت: ملکي مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

author avatar
15 Apr 2013 - 17:55
دفاع وزارت:  ملکي مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده
author avatar
15 Apr 2013 - 17:55

 کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): ملي دفاع وزارت ملکي مرګ ژوبله د نه زغم وړ وبلله او اعلان يې وکړ، چې ايساف بايد د استوګنې سيمې د وسله والو مخالفينو په پلمه بمبار نه کړي.

تېره اونۍ  د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې  د ايساف په يوه هوايي بريد کې د ١٧کسانو په ګډون ١١ ماشومان ووژل شول   او شپږ ښځې ټپيانې شوې.

 ولسمشر حامد کرزي دغه بريد د استوګنې په سيمو کې د بمبار د منع له قانون څخه سرغړونه وبلله او شيګل ولسوالۍ ته يې پلاوى ولېږه او له څېړنو وروسته پلاوي هم دغه مرګ ژوبله تاييد کړه.

خو د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، ملکي مرګ ژوبله چې په هر نوم وي، د منلو وړ نه ده او د افغانستان خلک نور نه شي کولاى، چې ملکي مرګ ژوبله وزغمي.

 هغه، چې نن يې په کابل کې د ايساف له وياند سره ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل: “موږ هر وخت د ايساف له ځواکونو غوښتي او ور څخه غواړو، چې د څو اورپکو د شتون په بهانه، که په ډله کې هر ډول دريځ ولري، بايد د استوګنې سيمې بمبار نه کړي.”

 نوموړي زياته کړه، چې که چېرېه د وسله والو مخالفينو څو مشران په يوه ځاى کې راغونډېږي او د ملکي مرګ ژوبلې خطر نه وي؛ نو له هوايي بريد نه استفاده کېږي.

خو د ايساف نظامي وياند ګونتر کټس (Günter Katz) وويل، چې دوى خپلو ټولو کسانو او قوماندانانو ته لارښوونه کړې، چې د امکان تر کچې دې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

 هغه زياته کړه، ايساف يوه کړنلاره جوړه کړې، چې پر بنسټ يې مسووليتونه مشخص شوي او له ايساف ځواکونو غوښتل شوي، چې هغه رعايت کړي، چې دغه کړنلاره به تر يوې کچې د ملکي مرګ ژوبلې په مخنيوي کې اغېزمنه وي.

کټس ټينګار وکړ، چې د ايساف له لوري ملکي مرګ ژوبله د تېرو دوو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې او دوى هڅه کوي، چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

 د ويلو ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم په کونړ ولايت کې لس ملکي وګړي د ايساف په بمبار کې ووژل شول او وروسته بيا ولسمشر حامدکرزي افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې له دې وروسته د عملياتو په جريان کې له بهرنيو ځواکونو څخه هوايي مرسته نه شي غوښتلاى.

د ملي دفاع وزارت وياند د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل ، چې افغانستان پياوړى ځواک لري ، چې کولاى شي له ٢٠١٤ کال  څخه وروسته وضعيت کنټرول او د ګواښونو مخه ونيسي .

 عظيمي وويل : ” کله چې موږ وايو حالت قابو کوو ، نو په دې مانا نه ده ،چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به ترهګريز بريدونه او وېره اچونه نه وي ، بلکې مانا يې داده ، چې موږ ددې وړتيا لرو ، چې دمخالفينو بريدونه دفع  ، وضعيت کنټرول او ګواښونه له منځه يوسو .”

هغه زياته کړه ، چې له دې سربېره افغانستان له دغه کال وروسته هم دنړيوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري او داندېښنې ځاى نشته  .

 ده وويل ، چې په هوايي برخه کې ځينې ستونزې موجودې دي ، چې دغه ستونزې به د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې تر يوې اندازې حل شي او ټاکل شوې ، چې په روان کال کې دنړيوالې ټولنې له خوا دوه C-130  او شل   چورلکې ملي اردو ته ورکړل شي او په راتلونکي کال کې هم دهوايي ځواک  دسمبالښت لپاره پلانونه موجود دي .

 ددفاع وزارت وياند څرګنده کړه ، چې په ملي اردو کې به تر ټولو سترې شته ننګونې د روان زېږديزکال تر پايه او د راتلونکي کال په پيل کې له نړيوالې ټولنې سره شويو هوکړو ته په پام سره له منځه لاړې شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.