غزني (پژواک ۲۶ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني په سيمه کې وسله ولو د يو ودانيز شرکت دوه انجنيران او يو کارګر وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى.
د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د وري په ٢٦مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه کسان له قره باغ ولسوالۍ څخه غزني ښار ته پر لاره وو، چې وسله والو د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيا يې وژلي دي.
نانى د کابل-کندهار د لويې لارې پر سره د اندړو ولسوالۍ اړوند سيمه ده.
د سباوون په وينا، دغه کسان د ننګرهار او لغمان ولايت اوسېدونکي دي او د افيک په نوم له يو ودانيز شرکت سره يې کار کاوه.
د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، پرون مازيګر ناوخته روغتون ته د دوو انجنيرانو او يوه کارګر مړي او يو ټپي ور وړل شوي دي.
همت زياتوي، نن سهار يې د وژل شوو مړي د هغوى خپلوانو ته وسپارل او ټپې کارګر يې د ښې درملنې لپاره کابل ته واستاوه.
چارواکي د دغو کسانو د کار د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو د قره باغ يو اوسېدونکى شاکر وايي، چې انجنيرانو او کارګرو د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې کار کاوه.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دې ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن