کابل (پژواک ٢٦ورى٩٢) : د ولسي جرګې يو غړى ادعا کوي ، چې د دې جرګې اتيا سلنه غړي په اداري فساد کې لاس لري او د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د ولسي جرګې اتيا تنه غړو بډې اخيستې دي.
تېرکال د سلواغې په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه .
جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى و، خو وروسته يې په اړه د جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شول او په بېلابېلو غونډو کې يې په اړه بحثونه وشول .
د ولسي جرګې د غړو تر منځ د يادو وزيرانو د استيضاح په اړه اوږدې ناندرۍ وروسته له هغه د وري په ١٧مه پاى ته ورسېدې ؛ چې د څلورو تنو په اړه جرګې خپله پرېکړه بېرته واخيسته او پاتې نورو ته يې بيا د باور رايه ورکړه.
د ولسي جرګې يو شمېر غړيو مخکې ويلي، چې د دې جرګې يو شمېر غړو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پېسې اخيستي او ځينو نورو يې حزبي او سمتي اړيکې پاللې دي .
ټاکل شوې وه ، چې تېره شنبه ولسي جرګه په دې اړه بحث وکړي ، خو دا کار ونه شو او نن د ولسي جرګې عمومي غونډه سري شوه .
د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني ، چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل ،د جرګې غونډه ددې لپاره سري شوه ،چې د جرګې د اصلاح په اړه خبرې په کې کيږي .
په ولسي جرګه کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان ، چې په سري غونډه کې يې برخه اخيستې وه د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل ، چې په نننۍ غونډه کې په ولسي جرګه کې د شته فساد او ځينو نورو مواردو په اړه خبرې وشوې .
د هغه په وينا، د جرګې يو شمېر غړو ټينګار کاوه ، چې د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د جرګې ځينو غړو پيسې اخيستې دي .
ده زياته کړه : ” د يادې جرګې اتيا سلنه غړي په فساد کې ښکېل دي او اتيا تنو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې بډې اخيستې دي .”
پيمان دعوه کوي ، چې په تېره استيضاح کې وزيرانو، د پيسو تر څنګ وکيلانو ته ميلمستياوې ورکولې او د بهرنيو سفرونو ژمنه يې ورسره کړې دي .
هغه پر ته له دې ، چې د چا نوم واخلي ، وويل چې ده د جرګې د ځينو نورو غړو په همکارۍ “د شواهدو او قراينو” له مخې د بډو اخيستونکو وکيلانو نوملړ برابر کړى ، چې په اړه به يې لومړى له همدې وکيلانو سره ناسته ولري.
ده زياته کړه : ((موږ له دې وکيلانو سره کېنو او ورته وايو ، چې ځانونه اصلاح کړئ که چيرې يې دا کار ونه کړ، نو نومونه به يې د مطبوعاتو په اختيار کې ورکړل شي .))
پيمان دا هم وويل ، چې د ولسي جرګې غړو او په ټوله کې ملي شورا تر اوسه هغه څه نه دي کړي ، چې د خلکو پر وړاندې يې سترګې لوړې وي .
په ياده جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني ، د هلمند استازي عبدالجبار قهرمان او د فراه بل استازي سميع الله صميم هم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ولسي جرګه کې اداري فساد شتون لري او د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پيسې اخيستل شوې دي .
خو هغوى د هغه نوملړ په اړه ناخبري وښوده ، چې عبدالودود پيمان يې يادنه وکړه .
دوى وايي ، چې تراوسه د جرګې د غړو د بډو په اړه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي ، چې له مخې يې نوملړ برابر شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن