ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پيمان : د ولسي جرګې ٨٠ غړو بډې اخيستې دي

پيمان : د ولسي جرګې ٨٠ غړو بډې اخيستې دي

author avatar
15 Apr 2013 - 16:38
پيمان : د ولسي جرګې ٨٠ غړو بډې اخيستې دي
author avatar
15 Apr 2013 - 16:38

کابل (پژواک ٢٦ورى٩٢) : د ولسي جرګې يو غړى ادعا کوي ، چې د دې جرګې اتيا سلنه غړي په اداري  فساد کې لاس لري او  د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د ولسي جرګې اتيا تنه غړو بډې اخيستې دي.

تېرکال د سلواغې  په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه .

جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى و، خو وروسته يې په اړه د جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شول او په بېلابېلو غونډو کې يې په اړه بحثونه وشول  .

د ولسي جرګې د غړو تر منځ د يادو وزيرانو د استيضاح په اړه اوږدې ناندرۍ وروسته له هغه د وري په ١٧مه  پاى ته ورسېدې ؛ چې د څلورو تنو په اړه جرګې خپله پرېکړه بېرته واخيسته او پاتې نورو ته يې بيا د باور رايه ورکړه.

د ولسي جرګې يو شمېر غړيو مخکې ويلي، چې د دې جرګې يو شمېر غړو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پېسې اخيستي او ځينو نورو يې حزبي او سمتي اړيکې پاللې دي .

ټاکل شوې وه ، چې تېره شنبه ولسي جرګه په دې اړه بحث وکړي ، خو دا کار ونه شو او نن د ولسي جرګې عمومي غونډه سري شوه .

د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني ، چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل ،د  جرګې غونډه ددې لپاره سري شوه ،چې د  جرګې د اصلاح په اړه خبرې په کې کيږي .

په ولسي جرګه کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان ، چې په سري غونډه کې يې برخه اخيستې وه  د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل ، چې په نننۍ غونډه کې په ولسي جرګه کې د شته فساد او ځينو نورو مواردو په اړه خبرې وشوې .

د هغه په وينا، د جرګې يو شمېر غړو ټينګار کاوه ، چې د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د جرګې ځينو غړو  پيسې اخيستې دي .

ده زياته کړه : ”  د يادې جرګې اتيا سلنه غړي په فساد کې ښکېل دي او اتيا تنو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې بډې اخيستې دي .”

پيمان دعوه کوي ، چې  په تېره استيضاح کې وزيرانو، د پيسو تر څنګ  وکيلانو ته ميلمستياوې  ورکولې  او د بهرنيو سفرونو ژمنه يې ورسره کړې دي .

هغه پر ته له دې ، چې د چا نوم واخلي ، وويل  چې ده د جرګې د ځينو نورو غړو په همکارۍ  “د شواهدو او قراينو”  له مخې د بډو اخيستونکو وکيلانو نوملړ برابر کړى ، چې په اړه به يې لومړى  له همدې وکيلانو سره ناسته ولري.

ده زياته کړه : ((موږ له دې وکيلانو سره کېنو او ورته وايو ، چې ځانونه اصلاح کړئ که چيرې يې دا کار  ونه کړ، نو نومونه به يې د مطبوعاتو په اختيار کې ورکړل شي .))

پيمان دا هم وويل ، چې د ولسي جرګې غړو او په ټوله کې ملي شورا تر اوسه  هغه څه نه دي کړي ، چې د خلکو پر وړاندې يې سترګې لوړې وي .

په ياده جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني ، د هلمند استازي عبدالجبار قهرمان او د فراه بل استازي سميع الله صميم  هم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ولسي جرګه کې اداري فساد شتون لري او د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پيسې اخيستل شوې دي .

خو هغوى  د هغه نوملړ په اړه ناخبري وښوده ، چې عبدالودود پيمان يې يادنه وکړه .

دوى وايي ، چې تراوسه د جرګې د غړو د بډو په اړه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي ، چې له مخې يې نوملړ برابر شي  .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.