کابل ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢ ) : مشرانو جرګه راتلونکې سه شنبې د ملي دفاع ، بهرنيو او کورنيو چارو وزيران ورغواړي ،تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو په برخه کې معلومات ورکړي.
پرون په کابل او ننګرهار کې چارواکو ويلي وو، چې پاکستان د ګوشتې په سرحد کې دروازه درولې او د نورو تاسيساتو په جوړولو يې هم لاس پورې کړى دى.
دغه کار د افغانستان له سخت غبرګون سره مخ شو او د نړيوالو اصولو خلاف يې وباله .
ولسمشر حامدکرزي د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازې ، پوستې او د پاکستان د نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.
خو نن د ملي دفاع وزارت وويل، چې په دې اړه يې تېره ورځ يو پلاوى اسلام اباد ته تللى و او پاکستاني لوري ورسره د يادې دروازې د لرې کولو ژمنه کړې ده .
د پاکستان يادې کړنې د مشرانو جرګې د غړو غوسه او اندېښنې هم راپارولې دي .
په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وويل ، چې د افغانستان وسله وال ځواکونه بايد د ځکمنۍ بشپړتيا او د سرحدونو ساتنې په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي .
هغه زياته کړه: ((که زموږ ځواکونه بې تفاوته پاتې شي اخر به افغانستان نور هېوادونه ونيسي .))
ده ټينګار وکړ ، چې په ياده برخه کې بايد افغانستان پر پاکستان ديپلوماتيک فشارونه هم راوړي ، ترڅو له دې کار څخه لاس په سر شي .
اعظمي له جرګې څخه غوښتنه وکړه ، چې د دې موضوع په اړه د ملي دفاع ، کورنيو او بهرنيو چارو وزيران غونډې ته ور وغواړي.
په ياده جرګه کې د پکتيا استازي بازمحمدزرمتى هم وايي ، چې حکومت بايد له سرحدونو کلکه دفاع وکړي اوپه دې برخه کې پاکستان ته کلک ځواب ورکړل شي .
په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازي لطف الله بابا وويل ، چې دافغانستان په خاوره کې د پاکستان مخکې راتګ کومه نوې خبره نه ده .
ده تور پورې کړ ، چې په ياده برخه کې دولت له پاکستان سره د پردې تر شاه پټه معامله لري، نوځکه کلک ځواب نه ورکوي .
د بابا د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې يو شمېر پاکستانيان ګوشتې ولسوالۍ ته راغلي وو او خلکو ته يې پاکستانۍ تذکرې ورکولې .
ده هم وويل ، چې افغان دولت بايد په کلکه د پاکستان د داسې کړنو مخه ونيسي .
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار ، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل ، چې د دروازو د درولو او د تاسيساتو د جوړولو په برخه کې بايد افغان دولت پاکستان ته ورته ځواب ورکړي.
دى وايي ، چې حکومت بايد له پاکستان څخه پوښتنه وکړي ، چې ولې د ګاونډيتوب او دېپلوماتيکو اړيکو او اصولو خلاف عمل کوي .
ايزديار وويل ، چې د دې موضوع په اړه به راتلونکې سه شنبې د جرګې عمومي غونډې ته به د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ، د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ او د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وغوښتل شي .
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې شاوخوا اويا تنه حاضر وو او ټولو جرګې ته د وزيرانو د غوښتنې لپاره شنه کارتونه پورته کړل .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن