ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د ملي اردو د پنځو منسوبينو په ګډون ٦ تنه ووژل شول

په جوزجان کې د ملي اردو د پنځو منسوبينو په ګډون ٦ تنه ووژل شول

author avatar
17 Apr 2013 - 12:53
په جوزجان کې د ملي اردو د پنځو منسوبينو په ګډون ٦ تنه ووژل شول
author avatar
17 Apr 2013 - 12:53

درېيم تعقيب: شبرغان (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د جوزجان والي وايي، چې د وسله والو کسانو له لوري د ملي اردو پنځه منسوبين او يو بل تن وژل شوي دى، خو يو ترکى وګړى، چې مخکې يې د وژلو خبر ورکړل شوى و، ژوندى دى.

د جوزجان والي محمد عالم ساعي، نن له غرمې وروسته په يوې خبري ناسته کې وويل، چې تېره ورځ وسله والو مخالفينو د ملي اردو د يوه افسر په ګډون څلور تنه له يوه بل کس سره په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې له دوو کرولا موټرو څخه لومړى تښتولي او وروسته يې وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې نن سهار د يادو شپږو تنو مړي د خواجه دوکوه د ليليې دښتې په زمردساى سيمه کې موندل شوي دي.

خو والي څرګنده کړه، چې د يو تن هويت معلوم نه و او سيمه ييزو چارواکو په غلطۍ سره رسنيو ته هغه د ترکيې هېواد وګړى ورپېژندلى و، په داسې حال کې چې ترکى وګړى ژوندى دى.

سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې ترکي وګړى د يوه سوداګريز شرکت د موټر چلوونکى و، چې د فارياب له اقينه بندر څخه مزارشريف ته توکي لېږدول؛ د هغه موټر په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د راکټ د لګېدو له امله وسوځېد او خپله وتښتول شو او مړى يې نن سهار د زمردساى په سيمه کې وموندل شو.

د جوزجان والي زياته کړه، د ياد بهرني وګړي د خلاصون او د ملي اردو د منسوبينو د وژل کېدو د عاملينو د نيولو په موخه د پوليسو، اردو او ملي امنيت عمليات د ليليې دښتې په اړونده سيمو کې پيل شوي دي.

د هغه په وينا، تر دې دمه سړي تښتوونکو له سيمه ييزو چارواکو سره اړيکه نه ده نيولې، خو ښايي چې هغوى د ياد بهرني وګړي د خلاصون په بدل کې د پيسو غوښتونکي وي.

په ورته وخت کې بيا په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال نورمحمد حامد وويل، چې د ملي اردو دغه شمېر منسوبين له غورماچ ولسوالۍ څخه خپلو کورونو ته په رخصتۍ روان وو، چې تېره ورځ د جوزجان په اړوندو سيمو کې برمته او وروسته په ليليې دښته کې وژل شوي دي.

د ملي اردو دغه چارواکي د دغو وژنو پړه پر وسله والو مخالفينو واچوله.

طالبانو په ځانګړې توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد زياتوي، چې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې پر يوه کاروان د بريد په ترڅ کې درې پوليس وژلي او يو اکمالاتي موټر يې ورته سوځولى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د شبرغان په شور اريغ سيمه کې د سرې مياشتې پر يوه موټر بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې يو ډاکټر، يو موټرچلوونکي سره ووژل شول، يو فارمسسټ او بل کارکوونکى ټپيان شول.

د جوزجان امنيه قوماندان وايي، چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړي او د دې پېښې په تړاو يې څو تورن نيولي، خو په دې اړه يې نور جزئيات  ورنه کړل.

د ويلو ده، چې تېر کال يو بنګلدېشى وګړى په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شو او د خوشې کېدو په بدل کې يې د پنځه سوه زرو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو دغه کس بيا د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې راخوشې شو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.