هرات (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې پر يوه ملکي موټر د ماين چاودنې اوه ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپيان دي.
د شينډنډ ولسوال عبدالحميد د وري په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې پر يوه ملکي مازدا موټر، چې د ځايي کوچيانو کډه يې لېږدوله، شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې اوه ملکي وکړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سيمې يو اوسېدونکى ګل نور وايي، چې د کوچيانو پر مازدا موټر د ماين په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي او زياتوي، چې په وژل شوو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې ټپيان د سيمې د خلکو په مرسته روغتون ته ولېږدول شول او له پېښې يو ساعت وروسته پوليس هم سيمې ته را ورسېدل.
د هرات د ولايتي شورا غړى نورمحمد ظريفي هم په دې پېښه کې د اوو تنو وژل کېدل تاييدوي او وايي، چې په وژل شوو کې پنځه هلکان او دوه نجونې دي.
شينډنډ د هرات ښار سوېل ختيځ ته ١٣٠ کيلومترۍ کې له ايران سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، مخکې له دې هم په دې ولسوالۍ کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
چارواکي د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن