کابل پژواک ٢٨ ورى ٩٢): نن سهار د کابل ښار په علاوالدين درې لارې کې رامنځته شوې چاودنه د صوتي ماين له امله وه.
د کابل امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين پژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې دغه چاودنه په يوه کثافات دانۍ کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله نن سهار اته نيمې رامنځته شوه.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وايي، ياده چاودنه، چې د علاو الدين په درې لارې کې د استقلال روغتون څېرمه رامنځته شوې، د صوتي ماين له امله وه، خو مرګ ژوبله نه لري.
د استقلال روغتون رييس ډاکتر علي ايشان پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې يو تن برسېرن ټپي شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: “دغه چاودنه د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو له خوا د خلکو وېرولو په موخه ت سره شوې ده.”
غږيز ماينونه د ويجاړۍ او مرګ ژوبلې وړتيا نه لري، خو ډېر ځله د خلکو په منځ کې د اندېښنو خورولو په موخه رامنځته کېږي.
سرچينې زياته کړې، د پېښې ساحه د پنځمې امنيتي حوزې اړوند ده او وايي، چې پوليس د پېښې څېړنه پيل کړې ده.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن