کابل ( پژواک ٢٩ ورى ٩٢ ) : د ننګرهار او کونړ واليان وايي ، چې وسله وال مخالفين د ډيورنډ له پورې غاړې پر دې ولايتونو بريدونه کوي او نا امنۍ يې رامنځته کړې دي.
له ارګ څخه د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې د ننګرهار او کونړ واليانو دغه څرګندونې نن د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ امنيتي غونډې ته وکړې.
سرچينې زياته کړې ، په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزير، د ملي دفاع وزارت لوی درستيز، د ملي امنيت سلاکار، د ملي امنيت لوی رييس، د ننـګرهار او کونړ واليانو او د دغو ولايتـونو امنيتي چارواکو ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې غونډه کې لومړی د ننګرهار او کونړ واليانو او امنيتي چارواکو په دغو ولايتونوکې د امنيتي حالت د څرنګوالي په باب غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
سرچينه کاږي، د ننګرهار او کونړ ولايتي چارواکو په خپلو راپورونو کې دې ته په اشارې سره چې ننګرهار او کونړ دواړه سرحدي ولايتونه دي، وويل چې د ډېورند د کرښې له پورې غاړې څخه د دولت د وسله والو مخالفينو او ترهګرو له خوا پر دغو ولايتونو بريدونه کېږي .
په خبرپاڼه کې راغلي : (( دغه عناصر له کرښې څخه په راتېرېدو سره په دغو ولايتونو کې په تخريبي فعاليتونو لاس پورې کوي، چې د هغوی د دغو بريدونو او تخريبي فعاليتونو د مخنيوي لپاره بايد امنيتي تدابير زيات شي.))
سرچينه وايي ، چې په غونډه کې د ننګرهار او کونړ د امنيتي حالت له څېړلو وروسته، پردې ټينګار وشو، چې په دغو ولايتونوکې د امنيت د ټينګښت او د سيمې خلکو ته د سوله ييزې او ارامې فضا د رامنځته کولو لپاره دې ټول امنيتي ارګانونه پخپلوکې بشپړه همغږي ولري او له ولس سره په همکارۍ کې دې د نا امنيو عوامل له منځه يوسي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار او کونړ په سرحدي ولسواليو کې د نا امنيو پېښې زياتې شوې دي.
د خپاره شويو راپورونو له مخې، په تېره يوه اونۍ کې په کونړ ولايت کې د١٦ ملي اردو سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پېښې رامنځته شوې دي.
دغه راز د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ بـټي کوټ او نورو سيمو کې هم هره ورځ د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن