ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي دي

په اندړو کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي دي

author avatar
19 Apr 2013 - 09:23
په اندړو کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي دي
author avatar
19 Apr 2013 - 09:23

غزني ( پژواک ٣٠ ورى ٩٢) چارواکي وايي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو په غلچکي بريد کې ١٣ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم ديسوال وايي نن سهار وختي د ګنډير امنيتي پوستې ته وسلوال ور اوښتي او ټول يې په خوب کې وژلي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاڅون کوونکو بې پروايي کړې ،پيره يې نه لرله ،مخالفينو له موکې په ګټه اخيستنې دغه بريد ترسره کړى دى.

د ديسوال په خبره وسلوالو د دى ټولې وسلې او يو موټر هم له ځانه سره وړي دي.

د اندړو ولسوالي له مرکزه ٣٠ کيلومتره لرې سويل ته پرته ده،چې  تېر کال په غبرګولې کې  د وسلوالو خلاف پاڅون وشو او له هغه وروسته په کې نسبي امنيت راغى.

د بريد پړه طالبانو منلې ،طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې په دې پېښه کې ١٥ پاڅون کوونکي وژل شوي او د د دوى ١٩ ميله وسله او يو موټر طالبانو له ځان سره بولي دي.

دا په داسې حال کې ده ،چې دوه مياشتې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې د محلي پوليسو پر پوسته ورته بريد شوى و او پکې ١٧ کسه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.