د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فارياب کې وسله والو دوه جهادي قوماندانان وژلي

په فارياب کې وسله والو دوه جهادي قوماندانان وژلي

Apr 19, 2013 - 14:29

ميمنه (پژواک ٣٠ ورى ٩٢): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو  دوه جهادي قوماندانان وژلي دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، چې پېښه تېره شپه ٩ بجې رامنځ ته شوې او په اړه يې د پوليسو له لوري پلټنې پيل شوې دي.

نوموړي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وژل شوي دواړه ملکي کسان دي او په دولت کې يې کومه دنده نه لرله.

خو د پښتونکوټ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله وايي، چې  دوست محمد او غلام سخي پخواني جهادي قوماندانان وو.

امنيه قوماندان زياتوي، د دوى د وژنې په لامل نه پوهېږي، خو وايي چې ښايي د شخصي تربګنۍ له امله به وژل شوي وي.

د يادو کسانو د وژنې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې وژل شوي قوماندانان د دولت کارکوونکي وو او د يوه کمين په ترڅ کې يې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د ميمنې په ښار کې يو تن د صرافي مارکېټ له ساتونکو وسله په زور واخيسته او له پوليسو سره په جګړه کې ښکېل شو.

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې تر يو ساعته نښتې وروسته يې دغه کس په خپل کور کې ونيو.

نوموړى پژواک ته وويل، په پېښه کې د پوليسود لومړۍ امنيتي حوزې امر هم ټپي شوى دى،خ و ملکي خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ملاخېل زياتوي، د نيول شوي کس په اړه پخوا هم شکايتونه ورته سېدلى و، چې د عامه نظم په ګډوډولو کې لاس لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement