ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار لاريون کوونکو خېمې ووهلې

د ننګرهار لاريون کوونکو خېمې ووهلې

author avatar
20 Apr 2013 - 10:03
د ننګرهار لاريون کوونکو خېمې ووهلې
author avatar
20 Apr 2013 - 10:03

دوهم تعقيب: جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د ننګرهار لاريون کوونکي وايي، تر هغه به لاريون ته دوام ورکړي، ترڅو د ننګرهار والي له دندې نه وي ګوښه شوى.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدير، چې د دې لاريون مشري هم کوي، نن ماخوستن په اتو بجو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى لاريون اوس هم روان دى.

د ده په خبره: “د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى په تېرو اتو کلونو کې د بيارغونې په نوم ٣٥٠ ميليونه افغانۍ اخيستي؛ دى دې د حساب مېز ته راکش شي او د تېرو اتو کلونو حساب دې د ننګرهار ولس ته ورکړي.”

ده ادعا وکړه، چې سبا به په دغه لاريون کې د خوګياڼو او شينوارو د ولسواليو درې زره کسان هم ګډون وکړي او له کابل څخه به هم يو پلاوى ننګرهار ته راشي.

دغه راز د ننګرهار د مومندو شورا مشر حاجي جهانزېب خان پژواک اژانس ته وويل، لاريون کوونکو خېمې وهلي او د ځانونو لپاره يې د خوړو او د شپې تېرولو انتظام کړى دى.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى پر والي لګېدلي تورونه او ادعاوې ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرها ر والي ګل اغا شېرزي له ولسمشر کرزي غوښتي، چې په دې اړه يو با صلاحيته پلاوى ننګرهار ته ور ولېږي، څو دغه موضوع له نږدې وڅېړي.

د يادولو ده، چې دغه احتجاجي لاريون نن (د وري ٣١مه) سهار اته بجې پيل شوى او سلګونو لاريون کوونکو د تورخم سړک د سرخ دېوال په سيمه کې، د کونړ لاره يې د بهسودو پله په سيمه کې، د کابل سړک يې د سره رود په دو سړکه کې او سوېلي ولسواليو ته لارې د فارم هډې په سيمه کې بندې کړې دي.

د دې لاريون له امله، نن سلګونه مساپر چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شامل وو، له ترافيکي ستونزو سره مخ وو.

 

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.